د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو وړاندوینه

۸صبح، کابل: د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د تالانده سره مل د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه (د غوایي په ۳۱مه) یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې دا وړاندوینه د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دوهمه په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، سرپل، غور، دایکندي، بامیان، میدان وردګ نورستان، لغمان، ننګرهار، کنړ او د سالنګ په ولایتونو کې شوې.

دغه رياست زياته کړه، چې په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له ١٠ تر ٣٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سختو بارانونو او ږلۍ يو شمېر کروندګر زيانمن کړي دي.

Back to top button