د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو ورېدو وړاندوېنه

۸صبح، کابل: د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو ورېدو اټکل کړی دی.
دغه ادارې پنجشنبه د لیندۍ پر ١٧ يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د روانې مياشتې پر ١٧ او ١٨ د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، بلخ، سمنګان په ګډون په سالنګونو کې هم د سختو ورښتونو او واورې ورېدو امکان دى.
د دې ادارې په وینا، په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
دغې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د ۱۰ او ۳۰ سانتي مترو ترمنځ د واورې د ورېدو اټکل هم کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د ژمي موسم له رارسېدو سره به د هېواد بېلابېلې سيمې د سختو بارانونو او واورو شاهدې وي.