۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو او واورو ورېدو اټکل کړی دی.
د هېواد د هواپېژندنې ادارې پنجشنبه د سلواغې په ۲۷ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د سالنګونو په ګډون پروان، پنجشیر، بدخشان، نورستان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، بامیان، سرپل او دایکندي ولایتونو کې د واورې او باران ترڅنګ د سېلابونو د راتلو امکان شته.
دغې ادارې زياته کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ١٥ تر ٢٥ مليمترو او د واورې اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ٢٠ تر ٤٠ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
د هواپېژندنې ادارې ويلي، چې په يادو ولايتونو کې د روان کال د سلواغي له ۲۸ تر ۲۹ نېټې د واورې، باران او سېلابونو اټکل کېږي.
په همدې حال کې د وروستیو سختو واورو له امله د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې د خلکو تګ راتګ بند شوی او هېوادوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.