د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو وړاندوینه

۸صبح، کابل: د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د تندر، تېز باد، سېلابونو او د ورښتونو وړاندوینه کړی ده.
د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه (د غبرګولي په ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا وړاندوینه سبا او بله ورځ (د غبرګولي په ۸ مه او ۹ مه) په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردک، بامیان، دایکندي او د سالنګونو په ګډون په یادو ولایتونو کې شوی ده.
د دې ادارې په وینا د اورښت اندازه به په بېلابېلو ځایونو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
دا پداسې جال کې ده چې پرون د طالبانو تر مدیریت لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۴۲ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه زيانونه د بارانونو، سېلابونو، د ځمکې ښويېدنې، ږلۍ او نورو طبيعي پېښو له امله رامنځته شوي دي.