د آی اېس آی پخوانی رييس د قمر جاويد باجوا ځايناستی کيږي

نړيوالو رسنيو رپوټ ورکړی دی چې د پاکستان لومړي وزير د دغه هېواد د لوی درستيز قمر جاويد باجوا ځايناستی معرفی کړی دی.
اسوشېټډپرس د پنجشنې په ورځ د نوامبر په ۲۴مه، د پاکستان د اطلاعاتو د وزيرې له خولې ويلي دي، چې د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف هوډ لري، چې د پاکستان د استخباراتو د سازمان يا آی اېس آی پخوانی رييس سيد عاصم منير د دغه هېواد د لوی درستيز په توګه وګماري.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګ زيب ويلي، چې شريف دغه پرېکړه د کابينې په وروستۍ مهمه غونډه کې په ډاګه کړې ده.
اورنګ زيب دغه راز ويلي، چې ټاکل شوې ده، د پاکستان د پوځ يو چارواکی سحير شمشاد، د دغه هېواد د پوځ د کمېټې د رييس په توګه وګمارل شي.
ټاکل شوې ده، تر يوې بلې اونۍ د پاکستان اوسنی لوی درستيز قمر جاويد باجوا پر دې څوکۍ له شپږ کاله ماموريت وروسته تقاعد شي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ د دغه هېواد په دولت کې د ځانګړي نفوذ درلودونکی دی.