پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د تېر حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرلپسې ډول ځورول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. لسګونه زره تنه نور چې د تېر حکومت له نسکوریدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي هم له پراخو ننګونو سره مخ دي. ډېری دغه ځواکونه په ګاونډیو هېوادونو کې پر درنو کارونو بوخت دي او اندېښنه څرګندوي چې که بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي، د مرګ له ګواښ سره به مخ شي. په تازه مورد کې تر پنځو زرو زیاتو پخوانیو نظامیانو د امریکا کانګرس ته یو پرانیستی لیک استولی دی. هغوی په دغه لیک کې له امریکا غوښتي چې په ایران او پاکستان کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو ناوړه وضعیت ته پام وکړي. د پخوانيو نظامیانو په ليک کې ويل شوي، چې دوى په افغانستان کې د نړۍوالې ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کې له امريکايي او ناټو ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګیدلي دي.
یو پخوانی امنیتي سرتېری چې څه موده وړاندې ایران ته تللی، وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د خپلو ملګرو د نیولو، ورکېدو او وژلو شاهد پاتې شوی دی. هغه چې نه غواړي نوم يې په رپوټ کې واخيستل شي، وايي چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي ډول ايران ته تللی دی او اوس د جبري اېستلو له خطر سره مخ دى. دغه پخوانی سرتېری ټینګار کوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې پټ ژوند کړی، خو بالاخره له هېواده وتلو ته اړ شوی دی.
دغه پخوانی سرتیری چې څه موده وړاندې یې د خلکو د امنیت ساتلو مسوولیت پرغاړه درلود، اوس له امنیتي ستونزو سره مخ دی او د کډوالۍ د سختو ورځو او په وطن کې د شکنجو خواشینوونکي کیسې لري. هغه وايي: «هغه نظامیان چې په افغانستان کې دي په ډېر بد حالت کې دي. باور وکړئ هغوی یې کیسې کوي او ما پخپله تجربه کړې چې کله د کور دروازه وټکیږي، وایو چې هرو مرو طالبان راغلي دي.»
له بلې خوا، یو پخوانی سرتیری امین الله رنجبر ادعا کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت په بشري پالي لید لوري سره د پنځو میلیونو افغانانو کوربتوب کړی او هغوی ترې مننه کوي. خو نوموړی د بشري حقونو پر سازمانونو او هغو هېوادونو چې پناه غوښتونکي مني، نیوکه کوي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه یې هېر کړي دي.
دغه پخواني سرتېری په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ شکایت کوي، چې د دوی د پناه اخیستو وضعیت ته پام نه کوي. هغه زیاتوي: « دروازه یې خلاصه ده، خو هیڅ کډوال نه مني. بد چلند کوي، دا د بشري حقونو مدافعین دي چې د پناه غوښتونکي تحقیروي او سپکاوی یې کوي؟»
هغه دغه راز وايي چې سره له دې چې ایران په میلیونونو افغانان منلي دي، خو افغان کډوال یې د استوګنې د لازمو اسنادو د نه لرلو له امله د زده کړو، تحصیل، سیم کارټ او بانکي کارټ د اخیستو له حقه محروم کړي دي. د هغه په وينا، د سرشمېرنې هغه پاڼې چې ايران پخوا وېشلي دي، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو ته د اعتبار وړ نه دي او هغه کسان هم له پولې اړوي چې دغه پاڼې لري.
له دې سره هممهاله په پاکستان کې یو شمېر پخواني امنیتي ځواکونه وايي چې د پولیسو د جبري اېستلو وېرې یې ژوند تریخ کړی دی. دوی زیاتوي چې د استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله کور په کرایه نه شي نیولای. دغه پخواني نظامیان چې اوس په کډوالۍ کې هم پټ ژوند کوي، زیاتوي چې اولادونه یې زده کړې نه شي کولای او دا وضعیت د دوی لپاره وژونکی دی.
احمد (مستعار نوم) چې یو پخوانی سرتېری دی د امنیتي ځواکونو د نامعلوم راتلونکي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي:« تر کله به بې برخلیکه، بې کوره او بدبخته یو؟ هغه کسان چې زموږ مسوولین وو، د ښو ورځو جنرالان وو او وتښتېدل. دوه کاله کیږي چې هېڅوک مو غږ نه اوري ، خو هر چیرې د خپلو موخو لپاره زموږ د استازیتوب دعوه کوي.»
تر هغې وروسته، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر پېل کړ، د هېواد یو شمېر پخواني نظامیان له پولې د اړول کېدو له خطر سره مخ دي.
شمسيې (مستعارنوم) د تېر حکومت په ملي دفاع وزارت کې کار کاوه او اوس يې پاکستان ته پناه وړې ده. هغه په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر په تړاو سخته اندیښمنه ده او وايي چې که واېستل شي نو د مرګ له خطر سره به مخامخ شي. هغه وايي: « درې کاله مې نظامي دنده لرله او اوس ان له خپل سیوري ډارېږم، که و اېستل شو مجازات او وژل کیږي.»
دغه پخوانۍ سرتېرې ټينګار کوي چې په پاکستان کې هم د امنیتي ځواکونو ژوند په خطر کې دی. هغه استدلال کوي چې طالبان اروپا ته رسېدلي او دا ځواکونه په پاکستان کې هم خوندي نه دي.
په همدې حال کې تر پنځو زرو زیاتو پخوانیو امنیتي ځواکونو د امریکا کانګرس ته پرانستي لیک استولي چې پکې په ایران، پاکستان او افغانستان کې د پخوانیو نظامیانو برخلیک ته د جدي پاملرنې غوښتنه شوې ده. هغوی په خپل لیک کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو او ګاونډیو هېوادونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. په دغه لیک کې د امریکا له کانګرسه غوښتل شوي چې د طالبانو له زندانونو د پخوانیو نظامیانو د خوشي کېدو لپاره دې پر دې ډلې لازم فشار راولي څو د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو له نیولو، وژلو، شکنجه کولو او لادرکه کولو لاس واخلي. هغوی ویلي دي، چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان یو ځل بیا د نړۍوالې ترهګرۍ په پناه ځای بدل شوی او نړۍ به د سپټمبر د یوولسمې د ورته بریدونو شاهده وي.
د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ هیله لرو چې تر دې مخکې چې پخواني نظامیان د طالبانو د غچ اخیستنې او د سیمې د شریرو هیوادونو د ناوړه استفادې قرباني شي، د هغوی برخلیک ته جدي پاملرنه وشي، څو هغه ځواکونه چې یو وخت د نړۍوال تروریزم پر وړاندې د جګړې په سر کې وو، د مجبوریت په پایله کې د نړۍوال ثبات او امنیت پر دښمنانو بدل نه شي.»
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) یو راپور خپور کړی و چې پکې ویل شوي وو، چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې تر ۲۰۰ ډېر پخواني دولتي کارکوونکي چې ډېری یې نظامیان وو، د طالبانو له خوا وژل شوي دي. په راپور کې د ناقانونه وژنو، خپل سرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند او جبري لادرکه کولو څه باندې ۸۰۰ پېښې ثبت شوي دي.
دغه راز د ۸صبح ورځپاڼې موندنې چې په یوه جلا راپور کې یې خپرې کړې، ښيي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو له خوا شاوخوا ۲۰ پخواني امنیتي سرتېري او افسران په بېلابېلو ډولونو وژل شوي دي. په تازه پېښه کې دغې ډلې په نورستان ولایت کې یو پخوانی سرتېری په ډزو وژلی دی. د طالبانو له خوا د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجه کولو او جبري لادرکه کولو بهیر دوام لري.