د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف ومړ

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر پروېز مشرف مړ شوی دی.

جیونیوز یکشنبه د فبرورۍ پر پنځمه نېټه راپور ورکړی، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر د ناروغۍ له امله د متحده عربي اماراتو په یوه امریکایي روغتون کې ساه ورکړې ده.

پروېز مشرف په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې پاکستان کې له یوې پوځي کودتا وروسته واک ته ورسېد او ۹ کاله یې د دغه هېواد مشري وکړه.

هغه په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې په یوه ټلویزیوني وینا کې خپله استعفا د پاکستان ولسمشرۍ ته اعلان کړه.

پروېز مشرف په پاکستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته له دغه هېواده بهر ته ولاړ او د ژوند په وروستیو کلونو کې له امیلوئيډوز خطرناکې ناروغۍ څخه کړېده.

ورته لیکنې

Back to top button