۸صبح، هرات: په ولسی جرګه کې د فراه د خلکو پخوانی استازی عبدالستار حسینی وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې یو کس په عام محضر کې د يوې ادعا پربنسټ محاکمه کړی دی.
ښاغلي حسیني په یوه ویډیو کې چې چهارشنبه د ليندۍ پر ۱۶ په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ویلي، چې طالبانو بشري حقونه نه دي منلي، بلکې تر پښو لاندې کړې يې دي.
د حسيني په وينا، د طالبانو کابينې له څېړنې پرته، يو کس د دې ادعا پربنسټ چې ګواکې شپږ کاله وړاندې يې د يوه ټليفون او موټرسايکل په پار يو کس وژلی دی.
ښاغلي حسیني ټینګار کړی، چې د طالبانو دغه اقدام د فراه د خلکو روحيه زيانمنه کړې ده.
د فراه د خلکو دغه پخوانی استازی همداراز وایي، چې دې ولایت ته د طالب چارواکو د سفر اصلی موخه په خپل منځ کې د ابو نصر فارابي بندر د عوایدو وېش و.
حسیني دا ادعا هم کړې، چې په دغه سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په دغه ولایت کې د داعش له قوماندانانو سره کتلي دي.
ښاغلي حسیني په خپله وروستۍ وینا کې طالبان یوه پروژه بللې او ويلي يې دي، چې هغوی د مخورو او با نفوذه څېرو خپلوان وژني.