هلمند کې د القاعده او طالبانو ډلو ۱۱ غړي وژل شوي

۸صبح، کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو هلمند کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۲ د القاعده ډلې غړي او ۹ طالبان وژلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ياد کسان تېره ورځ د هلمند ولايت نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په پايله کې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو وژل شويو کسانو کې د هند لويې وچې لپاره د داعش ډلې ۲ غړي او د حافظ، عثمان او حکمت په نومونو د طالبانو درې سرګروپي قومندانان شامل دي.

د خبرپاڼې په اساس، د يادو عملیاتو په ترڅ کې د دوو موټرسايلکونو په ګډون د طالبانو يو شمېر وسلې او او تجهيزات هم ویجاړ شوي دي.

وسله‌والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دفاع وزارت له لوري د القاعده ډلې دوو غړو د وژلو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بايډن ويلي ؤ چې امريکا د القاعده ډله ځپلې ده او دوی په دې برخه کې خپلې موخې ته رسېدلي دي، خو د نوموړي له څرګندنو سره هم‌مهاله د القاعده ډلې اعلان وکړ چې دوی به بيا امريکا خپل هدف وګرځوي او خپلو بريدونو ته به دوام ورکړي.

ورته لیکنې

Back to top button