ننګرهار کې د سېلاب له امله څلور ماشومان مړه شوي

۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سختو بارانونو او سېلاب له امله څلور ماشومان مړه او یو بل ماشوم ورک شوی دی.
د دوی په وینا، د جمعې په شپه (د غوایي په ۱۵مه) د ننګرهار یو شمېر ولسوالۍ، د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدې وې.
مړه شوي ماشومان، د کامې ولسوالۍ د میرزاخېل، ماماخېل او بازدخېلو کلیو اوسېدونکي دي.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنيو دفتر هم د سېلاب له امله د ماشومانو وژل کېدل تاييدوي او وايي چې دا شمېره د بدلون په حال کې ده.
ددې خبرپانې پر بنسټ، د دغه ولایت په کامې، ګوشتې، لعلپورې، دره نور او یو شمېر نورو سیمو کې د جلال اباد ښار او ولسوالیو کې سختو بارانونو او سېلابونو د کورونو د ویجاړولو ترڅنګ، د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې محصولات هم زیانمن کړي دي.
د دې پېښې قربانيان له مرستندويه موسسو مرسته غواړي.
موسمي بارانونو او ورپسې د سېلابونو راوتلو په وروستيو کلونو کې، د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ته ستر زيانونه اړولي دي.
تېر کال هم په ننګرهار کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د لسګونو استوګنیزو کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ، د دغه ولایت د اوسېدونکو د سلګونه جریبه زمکې، کرنیز محصولات له منځه تللي و.