طالبانو غزني کې د غاښونو د ښځینه ډاکترانو پر فعالیت بندیز ولګاوه؛ څلور روغتيايي مرکزونه تړل شوي

۸صبح، غزني: غزني ولایت کې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د غاښونو د تشخیص او درملنې څلور خصوصي مرکزونه تړل شوي دي.
له دغه ولايت څخه سرچينو چهارشنبه د کب میاشتې پر درېیمه نېټه وويل، چې په غزني کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر چارواکو په غزني کې د غاښونو د تشخيص او درملنې څلور هغه مرکزونه تړلي، چې د ښځينه ډاکترانو له خوا اداره کېدل.
سرچينې زياته کړې، چې دغه روغتيايي مرکزونه د غزني ښار په اړوند برخو او نواباد سيمه کې تړل شوي او وسلهوالو طالبانو د دې لامل د ښځينه ډاکترانو له خوا د نارينه ناروغانو درملنه بللې ده.
سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبیانو د يادو روغتيايي مرکزونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې تر دوو اونيو پورې دې مرکزونه وتړي او که له دې وروسته بيا په خپلو کلينيکونو کې د نارينه ناروغانو درملنه وکړي، د کار جواز به يې لغوه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې دغې ادارې نارینه او ښځینه ډاکترانو ته خبرداری ورکړی و، چې په یوه روغتیايي مرکز کې دې کار نه کوي او ښځینه ډاکترانې د نارینه وو د درملنې حق نه لري.