د ایران څلور پوځیان په سیستان و بلوچستان کې ووژل شول

سرچینې د سیستان و بلوچستان په اړوند بمپور ښار کې د ایراني ځواکونو پر کاسکین پوستې د څلورو تنو له وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې دوشنبه د نومبر پر ۷ وایي، چې د ایراني پوځیانو څلور ځواکونه یکشنبه د نومبر پر ۶ د یوه بل پوځي له خوا د بمپور ښار په کاسکین پوسته کې وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا دغه څلور پوځیان رسول حسیني، سجاد فراهاني، علي پهلوان او محمد امیري نومېدل.

سرچینې زیاتوي، چې بریدګر کس علي دهاني نومېده او له وژنو وروسته نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې دغه سرتېری په زاهدان ښار کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله پر دغو ځواکونو ډزې کړې دي او هغوی یې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په خاش ښار کې د جمعې او شنبې ورځو په اعتراضونو کې ۱۱ تنه اعتراض کوونکي د پوځیانو له خوا مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button