په ننګرهار کې د يوې کورنۍ ٨ غړي ووژل شول
د ۸صبح پښتو مجله

د جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند سیمه کې ماسخوتن مهال د يوې کورنۍ اته تنه غړي وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي چې پېښه د وري په ۲۹مه شپه د تراویح لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده. نوموړی وايي چې، وژل شوي د «حاجي عبدالوهاب» د کورنۍ اته غړي دي چې پنځه يې زامن او درې يې ورېرونه دي. د ننګرهار د والي په وينا، لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار والي ژمنه کړې چې د دې پېښې عاملين به پيدا کوي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.
د يادونې وړ ده چې درې کاله وړاندې هم د شخصي اختلافاتو له امله په همدې سيمه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي د يوه کس له خوا وژل شوي وو.