ننګرهار کې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژل شوي

۸صبح، ننګرهار: تېره شپه ناوخته د جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند مربوطاتو کې د يوې کورنۍ اته تنه غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، پېښه تېره شپه ۹ بجې د تراویح لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده. نوموړی وايي چې، وژل شوي کسان د «حاجي عبدالوهاب» د کورنۍ اته تنه غړي دي چې پنځه يې زامن او درې يې ورېرونه دي.
د ننګرهار د والي په وينا، لومړني معلومات ښيي چې ياده پېښه د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار والي ژمنه کړې چې د دې پېښې عاملين به پيدا کوي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.
د يادونې وړ ده درې کاله وړاندې هم د شخصي اختلافاتو له امله په همدې سيمه کې د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي د يو شخص له لوري وژل شوي ؤ.