ننګرهار کې د يو دېوال د پرېوتو له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه ټپیان شوي

د ۸صبح پښتو

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ۸صبح ته وویل چې، نن سهار د بچیراګام ولسوالۍ په مياکلي کې د يو کور دېوال پرېوتی، چې له امله یې يوه مېرمن او ۶ ماشومان ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل چې، مېرمن او مشر زوی يې په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د نورو ماشومانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

ورته لیکنې

Back to top button