۸صبح، بدخشان: بدخشان څخه سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړی وژل شوي دي.
دغه پېښه پنجشنبه د سلواغې پر اووهویشتمه نېټه د بدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ په منديز کلي کې شوې ده.
د دې پېښې په قربانیانو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د دې کورنۍ غړي په کور کې دننه وو، چې د واورې ښویېدو له امله مړه شول.
د يادونې وړ ده، چې د وروستيو واورو ورېدو له امله د بدخشان په يو شمېر ولسواليو کې هم د خلکو د تګ راتګ لارې تړل شوې او د دغه ولايت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو ورځو کې په بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله اته تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.