۸صبح، خوست: د خوست سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافاتو او لفظي شخړې د دې ډلې څلورو تنو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینې د جمعې ورځ د تلې میاشتې په ۷مه ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، تېره ورځ له غرمې وروسته د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدیر مولوي محمد عارف چې په صیاد څارګر مشهور و، د دوو ساتونکو په ګډون د دې ډلې د یوه بل غړي صابر منګل له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې صابر منګل هم د مولوي عارف د ساتونکو د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو ډلې د غړو تر منځ لفظي شخړه وروسته له هغې په ډزو واوښته چې د پوځي عملياتو په پايله کې يې يو شمېر وسلې او نظامي تجهيزات ترلاسه کړي وو او د وېش پر سر يې شخړه رامنځته شوه.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د وسله والو نښتو لامل شوي دي.
څه موده وړاندې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.