هلمند کې د ۴ پاکستانیانو او ۵ طالب قومندانانو په ګډون ۶۴ وسله‌وال وژل شوي  

۸صبح، قندهار: په هلمند کې د څلورو پاکستانیانو او پنځه طالب قومندانانو په ګډون ۶۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند میوند قول اردو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وسله‌وال په تېرو ۲۴ ساعتونه کي وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه عملیات چې د اختر له درې ورځيني اوربند وروسته یې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند بولان، سپینه کوټه، بشران سیمو او په نهر سراج ولسوالۍ کي پیل کړي، په ترڅ کې يې ۴۷ طالب وسله‌وال وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه عملیاتو کي څلور پاکستانیان او د طالبانو نظامي مسؤل عبدالسلام حسیني، او د سحرګل، سیف الله، حقیار په نومونو قومندانان او یو بل چې تر اوسه یې نوم مشخص شوی نه دی، وژل شوي دي.

د خبرپانې په اساس په دغه عملیاتو کې همداراز د وسله‌والو ۱۵ پټن‌ځایونه، ۴۵ میله سپکې او درنې وسلې او همدارنګه ۵ موټرونه هم ويجاړ شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، د يادو عملياتو په ترڅ کې د ماين جوړونې يوه ډيپو، ۱۴ماينونه او ۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

امنیتي چاواکي په دغه عملیاتو کې د پرمختګ ډاډ ورکوي او زياتوي چې تر دې دمه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

وسله‌والو طالبانو بيا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button