۸صبح، تخار: تخار کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د نورابې د سروزرو په کان کې څلور کارګر مړه شوي دي.
دغه کارګران شنبه د لړم پر اوومه نېټه داسې مهال وژل شوي، چې د ځمکې تل ته د کان کیندونکي د لېږدولو پرمهال د سړي لېږدونکي واګون مزی پرې شو.
سرچینې وایي، چې اوسمهال دغه کان د څو تنو لوړپوړو طالب قوماندانانو په واک کې دی او هغوی د خوندیتوب له تدابیرو پرته د دغه کان سره زر باسي.
د نورابې د سروزرو کان د تخار د چاهاب ولسوالۍ په سمتي کلي کې دی.
د مخکیني حکومت پرمهال په چاهاب ولسوالۍ کې ډېری جګړې د دغه کان د کنټرول پر سر کېدې.