څلور پاکستاني پولیس په یوه چاودنه کې ووژل شول

د پاکستان د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي په ګډون، څلور پوځیان په دغه هیواد کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه چاودنه نن پنجشنبه(د مارچ ۳۰مه) سهارمهال، د خیبر پښتونخوا ایالت په (لکی‌ماروت) سیمه کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځیانو یو موټر، د سړک د غاړې پر یوه ماین وربرابر شو.

د دې چاودنې په پایله کې پر پنځو وژل شویو پوځیانو لږ تر لږه شپږ پولیس ټپیان شوي هم دي.

د دغه برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحريک پر غاړه اخیستی دی.

د يادونې وړ ده، چې د دغه هېواد له حکومت سره د خبرو له ناکامېدو وروسته، د پاکستان طالبانو تحريک خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې، د ګڼو بریدونو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ورته لیکنې

Back to top button