۸صبح، بادغیس: بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د دوو طالبانو له وژل کېدو وروسته دغې ډلې څلور تنه نیولي دي.
سرچینې شنبه د وږي پر ۲۶ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې بادغیس کې ۲ مرغزار ټولي ته نږدې د طالبانو د یوه قوماندان ناصرخان او د هغه د ساتونکي له وژل کېدو وروسته طالبانو په دغه ولایت کې څلور تنه نیولي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه څلور تنه ملا قاسم، عزتالله، عنایتالله او ملا شېر احمد نومېږي.
د ویلو ده، چې د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې دغه طالب قوماندان او ساتونکی یې د هغوی د برید له امله وژل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د خپلو جنګیالیو له وژل کېدو وروسته د سیمې عام وګړي نیسي.
له دې مخکې هم طالبانو په پنجشېر او نورو سیمو کې ملکیان د طالبانو له ضد جبهو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.