کاپیسا کې د طالبانو د پلټنې پر تمځای یوه برید کې څلور تنه مړه او ټپیان شول

۸صبح، کاپیسا: کاپيسا کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو د پلټنې پر یوه تمځای له برید څخه خبر ورکوي.

دغه برید شنبه د لړم پر ۱۴ د شپې د ۹:۰۰ بجو شاخوا د کاپیسا د لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند کلالان کلي کې شوی دی.

طالبانو د دې پېښه په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم سرچینې د دغه برید د تلفاتو او عاملانو په اړه څه نه وایي؛ خو د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې دغه برید د دې جبهې د ځواکونو له خوا شوی او دوه طالبان پکې وژل شوي دي.

د مقاومت په جبهه کې سرچینې ادعا کوي، چې به نښته کې د هغوی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

په تېره یوه اونۍ کې کاپیسا کې د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې ځواکونو پر طالبانو درې ځله بریدونه کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button