هرات کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله څلور طالبان مړه شول

۸صبح، هرات: هرات ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په اړوند برخو کې له سړکه د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې د څلور طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې جمعه د لیندۍ پر یوولسمه د ماسپښین ۲:۰۰ بجې شاوخوا د طالبانو یو موټر د ادرسکن ولسوالۍ په میرعلي سیمه کې د هرات – ادرسکن پر لویه لار له واټه وتلی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د دې پېښې په پایله کې څلور طالبان مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

له هرات ولایته یوې سرچینې تایید کړې، چې دغه موټر د فراه لپاره د طالبانو د والي د ساتونکو اړوند و. تر اوسه روښانه نه ده، چې د فراه لپاره د طالبانو والي هم په دغه موټر کې حضور درلود که نه.

له دې مخکې هم د طالبانو یو شمېر قوماندانان او ځواکونه د بې‌احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button