په کاپیسا کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۸صبح، کاپیسا: په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ۲۴ میلیونه ۳۷۱ زره ۳۸۵ افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو د فعالېدو خبر ورکوي.
د اوبو رسولو دغه شبکې د لمریزې برېښنا په سیستم سمبال دي، چې د جوړېدو چارې یې څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته او د (داکار) موسسې په تخنیکي همکارۍ د کوهستان د لومړۍ او دویمې حصه ولسوالیو په ښوونځیو کې پیل شوې وی، د یکشنبې په ورځ (وري ۲۷)، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو رسولو دغه شبکې په کاپيسا ولايت کې په داسې حال کې جوړې شوې، چې زده کوونکو او ځايي اوسېدونکو د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کاوه.
د دغو شبکو په فعالېدو سره څه باندې څلور زره زده کوونکو او ۱۲۹ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د نوي تعليمي کال له پيل سره د بېلابېلو ولايتونو له زده کوونکو سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستې زياتې شوې دي.