۸صبح، فراه: د افغانستان اسلامي طبي ټولنې یا ایما فراه کې د بېوزلو ناروغانو د درملنې لپاره د وړیا تخصصي کمپ د رامنځته کولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې مسوول یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ ویلي، چې دغه کمپ د سترګو، عمومي داخلې، د ماشومانو داخله، عقلي او عصبي، اورتوپیدي، غاښ او غوږونو په برخو کې روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
د وړاندې شوې معلوماتو له مخې دغه روغتیایي کمپ د فراه ولایت د قلعهکاه ولسوالۍ په دزهک کلي کې جوړ شوی دی.
د افغانستان اسلامي طبي ټولنې ویلي، چې تراوسه یې ۱۵۰۰ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
دغه روغتیایي کمپ په داسې حال کې جوړ شوی، چې د فراه ولایت ډېری اوسېدونکي د اقتصادي بېوزلۍ له امله د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري.