په ننګرهار کې د ۱۷ کلبونو ترمنځ ازادې رزمي سیالۍ تـرسـره شـوې

د ۸صبح پښتو مجله، محمد عزيز پردېس

دغه سیالۍ چې لسګونه لوبغاړو پکې برخه اخستې وه موخه یې په هیواد کې تل پاتې سوله او د لوبغاړو وړتیاوو معلومول ؤ.
دغه د فري فایټ یا ازادې رزمي سیالۍ د سولې تر عنوان لاندې په جلال اباد ښار کې د ۱۷ کلبونو ترمنځ ترسره شو چې ۵۰ لوبغاړو پکې برخه اخيستې وه.
د يادو سياليو ګډنوالو لوبغاړو له ښکېلو خواوو څخه د اوربند غوښتونکي شوه. دوی وویل، چې ورزشکاران د سولې سفیران دي نو په همدې اساس له د جګړې له ښکېلو خواوو غواړو چې نور دې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي ترڅو کړېدلی ولس د ارام ساه واخلي او نوی نسل مو له تاوتریخوالي لرې تعلیم او ورزش وکړي.
د لوبو سمبالوونکي وایي، د لوبغاړو تر منځ د سیالیو تر سره کولو څخه یې هدف د لوبغاړو وړتیاوو معلومول دي.

ورته لیکنې

Back to top button