د پکتیکا په ګیان کې پرلهپسې زلزلې

۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ د پرلهپسې زلزلو خبر ورکوي.
سرچینې شنبه د مرغومي پر درېیمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ۹ ځله لړزېدلې ده.
د سرچینو په وینا په بېلابېلو سیمو کې د زلزلو کچه توپیر لري.
د برمل او زیروک ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو هم تایید کړې، چې تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې څو ځله زلزله شوې ده.
د ویلو ده، چې د روان کال په وړي کې یوې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې او له امله یې سلګونه تنه مړه او تر دوو زرو زیات کورونه ویجاړ شول.