له ډېموکراټ انسانه تر ډېموکراټيک نظامه

سامویل هانټینګټون د تېرې پېړۍ د ۹۰ لسیزې په لومړیو کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د ډیموکراسۍ د درېیمې څپې په نوم یو کتاب خپور کړ، چې پکې هغو بدلونونو ته نغوته شوې چې له ۱۹۷۴ کال وروسته په پرتګال کې رامنځته شوي وو او نورو سیمو ته غځېدلي وو. داسې اټکل کېده چې د وسپنیز دېوال په ړنګیدو سره به په نړیواله کچه خورا پراختیا ومومي. کله چې عربي پسرلي پیل شو، ځینو شنونکو فکر کاوه چې په نړۍ کې به د ډیموکراسۍ یوه بله څپه پیل شي او ډیر ډیموکراتیک نظامونه به رامنځته شي. خو ټولې پیښېې هغسې ونه شوې لکه څنګه چې یې اټکل کېده او د ځینو حکومتونو پرځېدل د ډیموکراسۍ د زیږون لامل نه شول. په افغانستان کې له دوه لسیزو کاکواکه ډیموکراسۍ وروسته د منځنیو پیړیو واکمني بېرته ټينګه شوه او د میلیونونو خلکو د ژوند واک یې په خپل لاس کې واخیست.

ولې په ځینو هېوادونو کې سیاسي بدلونونه د ولسواکو نظامونو د رامنځته کېدو لامل نه کېږي؟ په داسې حال کې چې ډیموکراسي یو داسې نظام دی چې د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته کیږي، او په منطقي توګه، دا ډول نظام باید ډیر پلویان ولري او په عملي توګه په نننۍ نړۍ کې هغه نظام دی چې ښه نوم لري. ولې ان په ځینو ټولنو کې د ډیموکراسۍ د ودې او پیاوړې کولو هڅې ناکامیږي او پر ځای یې دیکتاتوري یا ګډوډي راځي؟

د يادې شوې پوښتنې يو ځواب دا دی، چې تر څو ولسواک خلک نه وي، ولسواک نظام به رامنځته نه شي. کارپوهان وايي، دا څنګه ممکنه ده چې په یوې داسې ټولنه کې چې پر ډيموکراټيکو ارزښتونو له ناباوره انسانونو جوړه وي او په مذهبي رنګ او یا په بل رنګ له ظلم او استبداد سره روږدی وي، ډموکراټيک نظام رامنځته شي. ځيني  د ټولنې او حکومت ترمنځ اړیکې د ځمکې او ونې تر منځ اړیکو ته ورته ګڼي او په دې باور دي چې د هر حکومت ریښې باید د هغې سیمې د خلکو په کلتور او ټولنه کې ولټول شي. د ډیموکراسۍ نیالګی د منځنیو پیړیو په ذهنیت ککړه خاوره کې ریښې نه غځوي.

ولسواک خلک ډیموکراټیکه ټولنه جوړوي او تر هغې وروسته سیاسي ډیموکراسي رامنځته کیږي. ډیموکراټیک خلک هغه دي چې شعوري بلوغ ته رسیدلي وي او په پټو سترګو د نورو پر پله له روانېدو خلاص شوي وي، داسې کسان چې د خپل ژوند لاره په شعوري او خپلواکه توګه غوره کوي او بل چا ته اجازه نه ورکوي چې ورته مکلفیت وټاکي. ډیموکراټیکې ټولنې هغو ټولنو ته هم ویل کیږي چې د ولس چارې د خبرو، مشورې او اجماع له لارې تنظیموي او ټولیز عقل تر ټولو لوړ ګڼي او بلې مرجع ته سرنه ټيټوي. ټولنیز تړون د ټولیز عقل محصول دی. تر هغې چې کورنۍ د ماشومانو، ښوونکی د زده کوونکو، ملا د لمونځ کوونکو، د کلي سپین ږیري د کلیوالو او حکومت د خلکو درناوی ونه کړي، ازادي یې په ر سمیت ونه پېژني او هغوی ته د پرېکړې کولو او  انتخاب حق ورنه کړي، ریښتینې او باثباته ډیموکراسي نه رامینځته کیږي

ډیموکراسي باید په ښوونیز چاپیریال کې زده شي، په ټولنیز چاپیریال کې یې تمرین وشي او په سیاسي ډګر کې یې د بنسټیزه کولو هڅې وشي. د ډیموکراسۍ روحیه دا ده چې د واک سرغړوونکې بلا ونیول شي او د قانون پر وړاندې رامه کړای شي؛ د هغه قانون پر وړاندې چې د خلکو له لوري او د هغوی په خوښه جوړ شوی وي. دا ډول کار یوازې د یوې خاورې د ازادو او پوهو خلکو په وس کې دی. د داسې یوې هیلې لپاره باید سواد نړیوال شي، د خلکو سیاسي پوهاوی باید لوړ شي او  ټولیز شعور باید وغوړېږي او وده وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button