• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له صفر نمرو د استادانو تر ګواښلو؛ طالبانو د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې څه کړي؟

امین کاوه امین کاوه
۲۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784015481]
Exclusive

Exclusive

د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې سرچینې وايي چې محصلان او استادان په پرله‌پسې توګه د طالب چارواکو له خوا له سپکاوي او توهین سره مخ دي او د زده‌کړو د دوام او خپل ښوونیز راتلونکي لپاره یې لېوالتیا او انګېزه له لاسه ورکړې ده. له دې سره هممهاله، هغه اسناد چې د ۸صبح په واک کې ورکړل شوي ښيي چې طالبانو محصلانو ته خبرداری ورکړی، که خپله ږیره کمه کړي، د ټولګي دننه د فعالیت نمرې به یې صفر شي. همداراز هغو محصلانو ته چې د فراغت د سندونو غوښتونکي دي خبرداری ورکړل شوی، که ږیره او خولۍ ونه لري، ډیپلوم به ورنه کړل شي. پر دې سربېره، استادانو ته هم ګواښ شوی چې که د علمي ترفیع له ترلاسه کولو وروسته خپله ږیره کمه کړي، نو د موضوع راپور به د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزارت ته ورکړل شي او جدي چلند به ورسره وشي.

سرچینې وايي چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلان او استادان هره ورځ له سپکاوي، توهین، ځپنې او رواني فشارونو سره مخ دي. د سرچینو په وینا، په دغه پوهنتون کې د طالبانو رییس ټولو استادانو ته خبرداری ورکړی چې که څوک د هغه له  امرونو سرغړونه وکړي، نو نوموړی به د یو پوځي کس په توګه عمل وکړي او کولای شي پر هغوی لا سخت فشارونه راولي.

سرچینې تاییدوي چې د دغو شرایطو له امله محصلان ان د خپلو ټولګیوالو په حضور کې د پوهنتون د پلاوي له خوا سپکېږي او رټل کېږي؛ هغه وضعیت چې دوی یې په پوهنتون کې حضور او د درسونو دوام ته ناهیلي کړي دي.

ځینې استادان وايي چې د خولۍ د نه لرلو له امله له ټولګي د محصلانو ایستل د دې لامل کېږي چې هغوی د خپلو ټولګیوالو په مخکې د سپکاوي او شرم احساس وکړي او د زده‌کړو د دوام لپاره خپله انګېزه له لاسه ورکړي. د دوی په وینا، یو شمېر محصلان یوازې د خپلې ظاهري بڼې د ساتلو او د تحصیلي سندونو د ترلاسه کولو لپاره پوهنتون ته ځي او نور د درس د زده کولو لپاره هېڅ انګېزه نه لري.

یو استاد وايي: «کله چې یو محصل د خولۍ د نه لرلو له امله له ټولګي اېستل کېږي، د خپلو ټولو ټولګیوالو پر وړاندې د شرم او سپکاوي احساس کوي. پر دې سربېره یې، نمرې هم کمېږي او د درس ویلو انګېزه له لاسه ورکوي. ډېری محصلان اوس یوازې د هغه مسوولیت د ترسراوي لپاره چې د خپلې کورنۍ پر وړاندې یې احساسوي او د تحصیلي سندونو د ترلاسه کولو لپاره په پوهنتون کې حاضرېږي. خورا لږ شمېر محصلان لا هم د زده‌کړې او درس ویلو په موخه پوهنتون ته راځي.»

له دې سره هممهاله، په هغه رسمي مکتوب کې چې د دغه پوهنتون له خوا محصلانو ته صادر شوی، راغلي دي چې دا پرېکړه د طالبانو د مشورتي بورډ وروستۍ پرېکړه ده. په دغه مکتوب کې ګواښ شوی، که هر محصل خپله ږیره کمه کړي او یا خولۍ پر سر نه کړي، استادان مکلف دي چې په ټولګي کې د هغه د فعالیت نمره صفر حساب کړي.

د دغه مکتوب په یوه برخه کې راغلي: «د هغو محصلانو په اړه چې ږیره خريي یا یې کموي، داسې پرېکړه شوې چې که کوم محصل خپله ږیره کمه کړې وي او یا یې پر سر خولۍ نه وي، نو د استادانو له‌خوا دې د هغه د ټولګي د فعالیت نمره صفر شي. هغه محصل چې د فراغت پر مهال د ډیپلوم او ټرانسکرېپټ په عکس کې د سنت مطابق ږیره او پر سر خولۍ ونه لري، دغه اسناد دې تر هغه وخته پورې نه ورکول کېږي چې ځان یې له شریعت سره سم جوړ کړی نه وي.»

یو له هغو محصلانو چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي، وايي: «د هبت‌الله یو فرمان پر بلبورډونو ځړول شوی چې له مخې یې محصلان باید ږیره ولري او خولۍ پر سر کړي. تل د ږیرې، خولۍ او لونګۍ په اړه سیمینارونه جوړېږي.»

دا محصل د خپل ظاهري حالت د بدلون په تړاو وايي: «له دغو شرایطو په تنګ راغلي یو. پخپله نه غواړم د خلکو د خبرو تر فشار لاندې راشم او پلار او مور مې هم څه راته ونه وايي، نو پوهنتون ته ځم. په هغو شرایطو سره چې طالبانو پر محصلانو تپلي دي، د یو محصل ظاهري بڼه د پوهنتون د محصل پر ځای تر ډېره د مدرسې طالب او قاري ته ورته شوې ده. د محصلانو ترمنځ د رقابت فضا نشته او واسطې او واسطه بازي خورا ډېره شوې ده.»

د دغه مکتوب په بله برخه کې د هغو استادانو په تړاو چې د دغې ډلې په وینا خپله ږیره کموي، داسې راغلي: «که چېرې استادان د خپلې علمي ترفیع له تایید وروسته خپله ږیره کمه کړي، نو د موضوع راپور دې د دعوت او ارشاد د امریت له لارې د لوړو زده‌کړو وزارت ته ورکړل شي.»

طالبانو همداراز په دغه پوهنتون کې خپل د دعوت او ارشاد د مشورتي بورډ ناستې له شرعي پوهې، تجربې او لیدلوري څخه د ګټې اخیستنې یو فرصت بللی او ادعا یې کړې ده چې دا حل‌لارې د ټولنې د سمې لارښوونې لپاره وړاندې شوې دي. په دې پرېکړه کې هم ټینګار شوی چې د دغه بورډ غړي د قران کریم او د پیغمبر د سنتو په استناد، په پرېکړو او مشورو ورکولو کې دروند مسوولیت پر غاړه لري.

له دې سره  هممهاله، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چې د دیني مضمونونو تقریري ازموینه، چې د مجمل ایمان، مفصل ایمان، اوداسه او لمانځه موضوعات پکې شامل دي، د دعوت او ارشاد د ریاستونو له خوا په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې واخیستل شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو د غړو د علمي رتبې د تثبیت لپاره د ازموینې اخیستل «علماوو ته بې‌احترامي» بللې وه او ویلي یې وو چې «د یو طالب مجاهد علمي درجه» باید د هغه له خوا د اېښودل شویو ماینونو د شمېر له مخې حساب شي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په ۲۰۲۳ کال کې په خپل یو راپور کې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان علمي بنسټونه د علمي خپلواکۍ، د بیان ازادۍ او د پوهې د تبادلې په برخه کې له ژور ناورین سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د منتقدو استادانو شړل، د درسي محتوا محدودول او پر پوهنتونونو د ایډیالوژیکو فشارونو راوستل، د ټولنې د بشپړ کنټرول لپاره د طالبانو د هڅو یوه برخه بللې ده.

له خطر سره د مخ څېړونکو (Scholars at Risk) بنسټ په خپل یو راپور کې د «اکاډمیکې ازادۍ د څارنې پروژه» تر سرلیک لاندې اعلان کړی، چې په افغانستان کې څېړونکي او محصلان د اکاډمیکې ازادۍ او د هغو بنسټونو د خپلواکۍ پر وړاندې له پرله پسې او پراخو بریدونو سره مخ دي چې دوی پکې کار کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو د ټولنو ترمنځ د زغم او پیوستون پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی
خبرونه

ملګرو ملتونو د ټولنو ترمنځ د زغم او پیوستون پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی

۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794828515]
نصیر احمد فایق په افغانستان کې د سیاسي حل‌لارې د رامنځته کولو لپاره د یوناما پر رول ټینګار وکړ
خبرونه

فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ

۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794828060]
ننګرهار؛ بېوزلۍ او بېکارۍ ښځې او ماشومان سوالګرۍ ته اړ کړي دي
راپورونه

ننګرهار؛ بېوزلۍ او بېکارۍ ښځې او ماشومان سوالګرۍ ته اړ کړي دي

۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794826491]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.