له کلتور سره له مخالفته د سمبولونو تر له منځه وړو پورې؛ د تاریخي نومونو بدلول کلتوري جنایت دی

افغانستان کې د تاریخي ځایونو، ښارونو او سیمو د نومونو بدلول اوږد او ناندریز تاریخ لري. د یو شمېر تاریخ لیکونکو، فرهنګپالو او سیاستوالو په آند، د نومونو دغه بدلون د سیاسي موخو، د کلتورونو د حذف او د هویت د له منځه وړلو په موخه ترسره کیږي او په هېواد کې یو له لانجمنو موردونو او د دایمي تربګنۍ لامل دی. په تیرو څلورو لسیزو کې د تاریخي او کلتوري نومونو بدلول د «قومي حاکمیت» د فکري او پرېکړه کوونکو مرکزونو کې له تودوو بحثونو دي. اوس اوس طالبانو په پروان کې د چاریکار ښار نوم د «امام اعظم ابو حنیفه» نوم ته اړولی دی. د طالبانو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. یو شمیر تاریخ لیکونکو او سیاستوالو د طالبانو دغه کار د « کلتوري پاکونې» او د شمالي له خلکو سره دښمني بللې ده.
د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۴ طالبانو د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د «چاریکار» نوم یې «امام اعظم» ته اړولی دی. د پروان لپاره د طالبانو والي عبیدالله امینزاده په یوه ولسي غونډه کې ویلي دي: «خلک دې پایلې ته رسېدلي چې د ښار نوم باید بدل شي.» د پروان لپاره د طالبانو والي ادعا کړې ده: «چاریکار نه کلتوري، نه علمي او نه تاریخي نوم دی.» هغه ټینګار کړی دی چې د امام ابوحنیفه په نوم د چاریکار نوم بدلول «د علم ، کلتور او تاریخ له نظره یو پرځای نوم دی.»
په همدې حال کې د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو دا کړنه د فارسي کلتور د سمبولونو لمنځه وړل بولي او وايي چې د نومونو بدلون له ډېر پخوا په تېره بیا د محمد ګل مومند له وخته پیل شوی دی. ښاغلی پدرام « پر شیرخان بندر د قزل قره» او « پر تورغونډۍ د قره تپې» د نومونو بدلول د بېلګې په توګه یادوي او زیاتوي چې د قزلباشو د اوسېدو ځای د خوشحال خان په نوم یاد شوی، چې دا د یوه اوږدمهالي پلان یوه برخه ده.
د افغانستان د ملي کنګرې مشر د نومونو بدلول د فارسي سمبولونو او نومونو د لرې کولو د اوږدمهاله پلانونو یوه برخه ګڼي، چې په وینا یې په تېر کې د ملي یووالي د رامنځته کولو تر نامه لاندې پیل شوي وو. ښاغلی پدرام زیاتوي: «هغه مهال د دوی استدلال دا و چې ملي یووالی باید تامین شي، قومونه باید له یو بل سره یو یوځای شي، نو موږ نومونه بدلوو څو سیمه ییز تمایلات نه وي. اوس راغلي او د ستر امام تر نامه لاندې یې چې پوهېږي زموږ ټولو لوی امام دی، دا کار پېل کړی څو څوک اعتراض ونه کړای شي»
د ملي کنګرې ګوند مشر په دې باور دی چې طالبان په دغو نومونو کې «باطل نیت» لري. هغه ټینګار کوي:« په حقیقت کې د شمس تبریزي وینا ده، چې په ژبه حق خبره او په زړه کې باطل فکرونه. دوی (طالبانو) د امام ابو حنیفه رحمه الله نوم اخیستی، خو په زړونو کې باطل نیت لري، ټول نومونه به بدل کړي اوس یې دا کار له دې ځایه پېل کړی.» د پدرام په وينا، طالبانو د امام ابوحنيفه نوم د همدې لپاره ټاکلى، څو د پرېکړې پر وړاندې یې څوک اعتراض ونه کړي او « که څوک خبرې وکړي، ووایي چې د امام اعظم د نوم پر وړاندې یې خبرې کړې دي. ښايي سبا یو دوه ځایه د امام بخاري او امام مسلم په نومونو ونوموي، خو د هغوی پلان په خپله ګټه د نومونو بدلول او پښتو کول دي، څو بالاخره د فارسي ژبې او کلتور سمبولونه له منځه یوسي»
ښاغلی پدرام د دغه نوم د بدلولو موخه «فاشیستي» بولي او زیاتوي: «دا په بشپړه توګه یو فاشیستي پلان دی او دا کار د ملګرو ملتونو په حقوقي بحثونو کې د کلتوري پاکونې په نوم یادیږي. د نورو ملتونو د سمبولونو او کلتورونو له منځه وړل په بشپړه توګه د بشري حقونو او بشر ضد جنایت دی.»
بل خوا، د متحده ایالاتو په انډیانا پوهنتون کې د وګړپوهنې پروفیسور محمد نظیف شهراني ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «دوی (طالبان)غواړي د هیواد تاریخ بیا ولیکي، او دا په جعلي حکومتونو کې معمول ده. په افغانستان کې ۱۴۰ کاله تاریخ لیکل د جعلي حکومتونو په لاس کې وو»
ښاغلی شهراني په دې باور دی چې طالبان د امام اعظم ابو حنیفه له نومه ناوړه ګټه پورته کوي. د وګړپوهنې دغه استاد زیاتوي: «دوی (طالبان])غواړي په افغانستان کې هغه استحماري اسلام ته وده ورکړي چې په پاکستان کې یې زده کړی دی.« ښايي د امام اعظم ابوحنيفه له نومه ناوړه ګټه پورته کړي او داسې فکروکړي چې د نومونو په بدلولو او په ځانګړې توګه د ښارونو د نومونو په بدلولو او د مختلفو فرقو په شاملولو سره دا خلک لا زيات مسلمانېږي او يا هېواد نورهم مسلمانوي. دا په بشپړه توګه ناسم او نامناسب منطق دی. دوی کولای شوی چې د چاریکار پر ځای کندهار یا کابل د ابو حنیفه په نوم ونوموموي، ځکه معمولا ویل کېږي چې امام ابو حنیفه د کابل د شاوخوا سیمو اوسېدونکی و.»
د امريکا د انډيانا په پوهنتون کې د وګړپوهنې پوهاند پر چاريکار ښار د دغه نوم ايښودل يوه دښمنانه کړنه بولي او وايي: « دوی (طالبان) دغه شمالي سيمه د ځان لپاره يوه جنجالي سيمه تصور کوي. د دویمې سقاوي په نوم لیکل شوی کتاب، په همدې منطق پورې اړه لري چې باید «غیر پښتني سیمو» نومونه بدل شي، خلک یې واېستل شي او ښایي اوس یې بیا دا کارونه پېل کړي وي، پر یوه لوی ښارچې په افغانستان کې مشهور دی، د امام اعظم نوم کیږدي چې په حقیقت کې د شمال، کوهدامن او کوهستان له خلکو سره په بشپړه توګه دښمنانه عمل دی. د دوی اصلي موخه داده چې هلته (شمال) کې هرڅه بدل کړي او پر خپله خوښه یې جوړ کړي. له دې پلوه د دوو بنسټيزونو علتونو نومونه اخیستی شو: لومړی د دوی خپله عقیده (استحماري اسلام) او د مسلمانانو یا د اسلام د سترو تاریخي شخصیتونو په نومونو د ځایونو په نومولو سره د افغانستان د تاریخ اسلامي کول دي. دویم، دوی د سیمې په تړاو له دښمنۍ ډک احساس لري او نومونه یې بدلوي. دوی کولای شوی چې د خپلو پښتون مېشتو سیمو نومونه بدل کړي، خو دوی دا کار نه دی کړی.»
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم پر خپلې فیسبوک پاڼه د طالبانو له لوري د امام اعظم ابو حنیفه په نوم د «چاریکارو» ښار د نوم د بدلولو په تړاو غبرګون ښودلی دی. ښاغلي سپنتا لیکلي: «په ایډیالوژیکي جنون اخته انسانان له کلتوري مظاهراتو، سمبولونو او نومونو سره دښمني لري. سټالین سینټ پیټرزبورګ پر لینن ګراد، ولګاګراد پر سټالین ګراد او امین جلال آباد پر ټرون ښاربدل کړ. طالبان په دې برخه کې د کار په لومړیو کې دي، خو کلتور پال خلک خپلو تاریخي سمبولونو ته درناوی کوي.»
بلخوا د هېواد یو لیکوال عبدالحی خراساني د امام ابوحنیفه په نوم د چاریکار د نوم بدليدل د امام ابوحنیفه له «برم او مقام » سره برابر نه ګڼي. هغه پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي: د امام اعظم او د ایران او لوی خراسان د سیمې د فقې د لوی عالم برم او مقام تر دې ډیر لوړ دی چې ښار او یا د افغانستان په څېر ټول هېواد یې په نوم ونومول شي.د یوه داسې شخصیت په نوم چې له قسطنطنیې نیولې تر ماوراءالنهر پورې او د نیل له سیند نه نیولې د هند تر نیمې وچې پورې یې د فقهې مذهب لارویان دي، د چاريکار ښار نومول په جغرافیې او یوه هېواد پورې نامحدود نوموتي خراساني مجتهد ته سپکاوی دی.
ښاغلي خراساني زیاته کړه: په معتبرو سرچینو کې د امام علیه السلام نیکونه اوکورنۍ کابلۍ بلل شوې، نه چاریکارۍ نه پارسۍ او نه پروانۍ بللې شوی، له همدې امله دا نوم اېښودنه د امام ابوحنیفه کوچني ګڼل کېدل او د ایران د کلتوري ډګر او ستر خراسان دغه بې ساري ستوري ته سپکاوی دی.»
دغه لیکوال د دې نوم اېښودنې موخه سیاسي بولي.
له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو هم په دې تړاو غبرګون ښودلی دی. هغوی د ځینو سبزیو د عکسونو په شریکولو سره چې په چاریکاري مشهور دي، اعتراض کړی او ویلي یې دي چې تر دې وروسته باید د سبزیجاتو او کرنیزو محصولاتو نوم د امام ابوحنیفه په نوم بدل شي چې د دوی په اند دا د امام ابوحنیفه (رح» ته سپکاوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر وړاندې د پوهنتونونو، دولتي دفترونو او عامه ځایونو له لیکدړو نه فارسي کلمې لېرې کړي دي، چې دغه کار د فرهنګپالو او سیاستوالو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی. د پوهنتون يو شمېر استادانو او محصلينو د طالبانو دغه کړنه د کلتور پر ضد او کلتوري تخريب بللی او ويلي يې دي، چې په هېواد کې د هېڅ قوم د ژبې او تاريخ له منځه وړل شوني نه دي او دا ډول چلند د قومي او ژبني تعصب لامل کېږي.
ابو حنیفه یو فقیه او متکلم و، چې په امام اعظم مشهور دی. هغه د اهل سنت او جماعت له څلورو مذهبونو نه د حنفي مذهب بنسټګر دی. د یو شمیر دیني عالمانو په وینا، امام ابوحنیفه د ایتونو او نبوي احادیثو ژور درک درلود. د دغو عالمانو له نظره امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په دې عقيده و چې د احکامو د استنباط په برخه کې بايد د سپېڅلي متن د ظاهري الفاظو او خبرو په محدوده کې پاتې نه شو، بلکې بايد د هغو د مانا او مفاهیمو پر ژورتیا هم فکر وکړو.
د مخکیني حکومت د ارشاد، حج او اوقافود وزیر فیض محمد عثماني په یوه مقاله کې چې د « امام اعظم او د فکر کثرت پالنې » تر سرلیک لاندې په ۱۳۹۷ کال کې د ۸صبح ورځپاڼې له لوري خپره شوې، ویلي: «د نویتوب عنصر په ټولیز ډول د عراق د فقهې یو مهم ترکیب او د ابوحنيفه رحمه الله د فقهې یوځانګړی ترکیب و، او دا مهمه ځانګړنه بايد له معاصرو واقعيتونو سره د اسلامي فقهې د مطابقت لامل وګڼل شي، ځکه د فقهي لیدلورو له پلوه امام ابوحنيفه (رح) د مفکرينو لپاره داسې فضا پرانيستله چې له مخې یې د نن ورځې د اسلامي نړۍ ډېرو ننګونو ته یې ځواب ویل کیدای شي.
ښاغلي عثماني لیکلي: «د احتیاط او پراختیا ترمنځ د فتوا په مقام کې د هغه معتدلې نظریې، د مسلمانانو ترمنځ د سولهییزو سیاسي او ټولنیزو اړیکو په رامنځته کولو او په ټولنه کې د خوشبینۍ او زغم په زیاتولو کې ارزښتناکه رول لوبولی دی.»