د عوایدو له کموالي نیولې د طالبانو تر سپکاوي پوري؛ هغه څه چې سلمانان یې تجربه کوي

په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ د يو نيم کال په تېرېدو سره، د دې ډلې د حکومت د لومړۍ دورې د وحشتناک حکومت وېره او ډار د هېوادوالو په زړونو کې را ژوندۍ شوې ده. د اوسنيو حالاتو د تحليل پر بنسټ د موسيقۍ فاتحه اخیستل شوې، د تېر وخت د خوشالیو ډک محفلونو څرک نه لګېږي او د هېواد ځوانه طبقه کرار کرار د ټولنې د عامو موډلونو له مخې د ځان له سينګار کولو وتلې او د ږیرې پرېښودو، دودیزو جامو آغوستو او لونګۍ وهلو ته مخه کړې ده. د طالبانو محدودیتونو د دولتي ادارو پر کارکوونکو، ښاریانو، په ځانګړې توګه ښځو او سوداګرو منفي اغېز کړی دی. په همدې حال کې د طالبانو یو ښکاره محدودیت سلمانیانو باندې د محدودیتونو لګول دي. د دې ډلې د امر بالمعروف د ادارې محتسبینو په وار وار سلمانانو ته په لفظي ډول خبرداری ورکړی چې په «غربي ډول» د ویښتانو له جوړولو او د ږیرې له خریلو ډډه وکړي.
د طالبانو دغه محدودیت په هېواد کې د سلمانیانو د عاید د کمېدو لامل شوی او سلمانیان له خپل کار څخه ډېر ناخوښ دي. په هرات کې د یو شمېر سلمانيو مالکان وايي، چې د طالبانو له خوا د بندیزونو له لګولو وروسته د دوی عاید تر ۵۰٪ ډېر کم شوی او وسله وال طالبان دوی ته سپکاوی کوي او کار یې د شریعت خلاف ګڼي.
احمد شعیب د هرات ښار د مخابراتو په کوڅه کې د سلمانۍ د یوه دوکان خاوند دی. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې نوموړی وايي چې له یو نیم کال راهیسې یې په کاروبار کې هېڅ ګټه نه ده پاتې. دا سلمان زیاتوي: «پخوا زموږ کاروبار ښه و، خو اوس نیمايي ته راښکته شوی او د سلمانۍ په کارونو کې هېڅ خوند نشته.» احمد شعیب وايي، مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، د هر مشتري د وېښتانو او ږیرې لپاره یې لږ تر لږه ۲۵۰ یا ۳۰۰ افغانۍ اخیستې، خو اوس یې مراجعین له ۱۵۰ افغانیو زیاتې پیسې نه ورکوي.
د ودونو په محفلونو کې د ټنګ او ټکور کمښت یو بل لامل دی چې د سلمانیانو کار یې کم کړی او عاید یې په لوړه کچه راکم کړی دی. احمد شعیب یادونه کوي چې د جمهوریت پر مهال، په ځانګړې توګه د ودونو او نورو خوښیو په مناسبتونو کې، ډیری خلک د ویښتانو جوړولو لپاره د هغه سالون ته راتلل، خو اوس، په محفلونو کې برخه اخیستونکي پرته له دې چې ځانونه سینګار کړي د خوشحالیو په محفلونو کې ګډون کوي: «پخوا به واده کې ۲۰ یا ۳۰ کسان په واده کې د ګډون لپاره سلماني ته راتلل، خو اوس څوک نه راځي او سلماني ته له راتګ پرته واده ته ځي.»
جمشید په هرات کې یو بل سلمان دی. هغه په تېر يو نيم کال کې د خپل عاید له کمښت څخه شکايت کوي، خو هغه څه چې ورته تر ټولو ډېر زيان رسوي د طالبانو محدوديتونه دي چې پر ده او د هغه پر هم مسلکیانو يې منفي اغېز کړى دى. دغه آرایشګر چې د خپلې دندې له امله د طالبانو لخوا توهین شوی او آن زنداني شوی دی وايي: «څو طالبان زما هټۍ ته راغلل او پرته له دې چې څه ووایي د عکسونو په غوڅولو یې پیل وکړ. کله چې ما دوی ته وویل چې مه یې پری کوی، زه به ټول عکسونه پخپله لیرې کړم، په طالبانو ډېره بده ولګیده او ما ته یې سپکاوی وکړ.» جمشید زیاتوي:«هغوی زه ونیولم او په یوه کانتینر کې یې واچولم. زه یوه شپه او ورځ په توقیف کې وم تر څو چې دوی بیرته خوشې کړم.»
نه يوازې جمشيد، بلکې د هرات ښار او نورو ولايتونو يو زيات شمېر سلمانان د طالبانو له خوا په بېلابېلو دلايلو لکه د ږيرې خرېل، په غربي ډول د ويښتانو جوړول او به دوکانونو کې د عکسونو د اېښودلو له امله د لنډې مودې لپاره بنديان شوي او سپکاوى شوی دی. دوی له طالبانو غواړي چې د هېوادوالو او سوداګرو ازادۍ ته درناوی وکړي او د اشخاصو په شخصي چارو او غوښتنو کې لاسوهنه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په هېواد د ولکې ټینګولو وروسته د خلکو پر ټولنيزو فعاليتونو ډېر محدوديتونه لګولي دي. د ساز او سرود منع کول او د خوشالۍ په محفلونو کې د شوخو رنګونو او تنګو جامو اغوستلو باندې بندیز، د ږیرې په خریلو او په غربي ډول د ویښتو جوړولو باندې بندیز په اتباعو باندې د دې ډلې له بندیزونو څخه دي. دې ډلې د دولتي ادارو کارکوونکو ته هم ګواښ کړی، چې که ږيره پری نږدي او خولۍ او یا لونګۍ ونه تړي، له دندو به ګوښه شي.
طالبان پر سلمانيو دغه بندیزونو ته مذهبي اړخ ورکوي او وايي چې سینګار کونکي بايد له ځوانانو سره مرسته ونه کړي چې په غربي ډول خپل وېښتان او ږیرې جوړې کړي. پر ښاریانو د طالبانو بندیزونه دومره جدي دي چې دغې ډلې په دې وروستیو کې د بامیان ولایت اووه اوسېدونکي د اوږدې ږیرې نه لرلو په تور نیولي دي.
یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۹مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې نیول شوي کسان د طالبانو د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي دي. سرچينې زياته کړه، چې دغه کسان د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو له خوا نيول شوي دي. د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې، د يادو کسانو تر نيول کېدو وروسته دولتي چارواکو د دې ډلې تر ادارې لاندې نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته خبردارى ورکړى، چې که د دوى له حکم سره سم ږيرې اوږدې نه کړي، وبه نيول شي.