له هغه بوکو حرامه تر دې بوکو حرامه

تېره میلادي میاشت د بریتانیا د دیوبندي ملایانو یوې ډلې کابل تهسفر وکړ او له یو شمېر طالب مشرانو سره یې وکتل. هغوی لهکابله له ستنېدو وروسته، له بشري ضد کړنو نه د طالبانو د سپینولو هڅه وکړه او له زده کړو یې د افغان نجونو د محرومولو د توجیې لپاره دغه کار یوازې د لوېدیځو او سیکولر زده کړومخالفت وباله، نه د ښځو د علم او تحصیل او یا نورو هغو حقونو مخالفت چې ښځې یې لري. له سیکولر زده کړو نه د دې ډلې موخه ټولې غیرملایي زده کړې دي. د بېلګې په توګه، د دوی په اندد عربي ژبې صرف او نحوه اسلامي زده کړه ده، خو د ریاضي،فزیک او کیمیا زده کړه سیکولر زده کړه ده. په داسې حال کې چېد عربي ژبې په ګډون د هرې ژبې ګرامر مذهبي یا قدسي اړخ نهلري او له همدې امله یوه سیکولر زده کړه ده.
د طالبانو د سپینولو لپاره د دیوبندي ډلو هڅې له نننه نه، بلکې لههغې ورځې دي، چې دغه ډله جوړه شوې ده. د طالبانو ډله ددیوبند د مکتب مستقیمه بچۍ ده او خپل ټول افکار له همدېسرچینې اخلي، که څه هم له القاعدې او داعشه یې هم په خپلوجنګي تګلارو کې درسونه اخیستي او د افغانستان پر خلکو یېعملي کړي دي. دیوبندي بهیرونو له طالبانو په تېره بیا د هغوی له پاکستاني څانګو سره د خپلو فکري او هویتي اړیکو له کبله دطالبانو له وحشيانه کړنو سره مخالفت ونه کړ، ان په هغو ورځو کېچې دغې ډلې د کابل په واټونو کې په سلګونو بې ګناه انسانان وژل. د دې اپوټه، دیوبندیانو د طالبانو د کړنو د سپینولو لپاره هرهممکنه هڅه وکړه او د هغوی له هېڅ راز ملاتړه یې دریغ ونه کړ. ددغو انګریز ملايانو وروستۍ هڅې په زوی ولۍ د خپلو لویو کړو بچیانو د ملاتړ لپاره يو بل ګام دى، چې دا ځل يې د انګلستان پهزړه کې پورته کوي.
دا ملایان پر لوېدیځو او ختېځو زده کړو د علم په ویشلو سرههماغه منطق کاروي، چې یوې افریقایۍ ترهګرې ډلې چې د بوکوحرام په نوم مشهوره شوې ده، له کلونو راهیسې په خپلې اجنډا کې شامل کړی دی. د افریقا په هوسه ژبه کې د «بوکو حرام»اصطلاح مانا دا ده، چې لوېدیځې زده کړې حرامې دي. هغه ډلهچې په افریقا کې له لویدیځ او سیکولر زده کړو سره د مخالفتاجنډا لري، له دوو ډلو جوړه شوې ده، چې یوه یې «جماعت اهل السنه للدعوه و الجهاد» او بله یې یې« د نایجیریا طالبان» دي.بوکو حرام ډلې چې طالبان یې خپل الګو بلل، څو کاله وړاندې کلهچې ابوبکر البغدادي ژوندی و، له داعش سره بیعت وکړ او خپلهسیمه یې « د اسلامي دولت د لوېدیځې افریقا ولایت» وبلله. هغه تاکتیکونه چې دغه ډله یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي، هماغه د طالبانو او داعش مشهور تاکتیکونه دي، لکه ځانمرګيعملیات، د ښوونځي د ښځینه زده کونکو تښتول، او پر بانکونو،بازارونو او سوداګریزو تاسیساتو بریدونه.
بوکو حرام ډله د انګلستان او نورو لویدیځو هیوادونو لخوا د یوېترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي او انګریز ملایان د دې جرئت نهکوي چې له کړنو یې دفاع وکړي. اوس باید له دغو ملایانو وپوښتلشي چې ولې افریقایۍ بوکو حرام ډله له لوېدیځو او سیکولر زدهکړو سره د مخالفت له امله ترهګره ډله بلل کیږي او افغانه بوکوحرام ډله چې د دیوبند په لاس روزل شوې، د ملاتړ او سپینولو وړ ده؟ ولې په افغانستان کې د زرګونو بې ګناه خلکو وژل او له زدهکړو د دې هېواد د میلیونونو نجونو بې برخې کول که د دیوبند دمدرسو د زده کوونکو له خوا وشي، بد کار نه دی، خو که په افریقاکې د یوې ډلې له خوا وشي، غندل کیږي. آیا دا دوه ګوني او له تناقضه ډک معیارونه د دیوبند د مکتب د طبیعت یوه برخه ده چېتل د سیاسی او استخباراتی لوبو په خدمت کې پاتې شوې ده اوکه یې ریښې باید په بل ځای کې ولټول شی؟