د چین د سفیر له خوښۍ تر اندېښنې؛ آیا د طالبانو د ملګرو لپاره د لوبې ډګر بدلېږي؟

تر هغې یوه ورځ وروسته چې د چین سفیر له طالبانو وغوښتل چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت او ډیپلوماټان امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د هېواد په پلازمېنه کې د دغه هېواد د وګړو پراستوګنځي برید وشو. د راپورونو له مخې، د دغه برید په پایله کې درې تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان «ایمرجنسي» روغتون ته لېږدول شوي دي. له درې ساعته جګړې وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې دغه برید د دریو بریدګرو په وژلو سره کابو شوی او ملکي وګړو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی. تر دې وړاندې په کابل کې د پاکستان او روسیې پر سفارتونو هم وسله وال بریدونه شوي دي. بل خوا، د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په دې باور دی، چې سیمه ییزې ترهګرې ډلې فکرکوي، چې طالبانو د هغوی له ګډې داعیې سره خیانت کړی دی. د هغه په اند، «ترهګر په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې ژورتیا ته رسېدلې نه د سیمې هېوادونه.»
درېیو وسله والو بریدګرو پرون (دوشنبه د لیندۍ۲۱مه) له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پر یوه مېلمستون برید وکړ. د راپورونو له مخې په دغه مېلمستون کې یو شمېر چینایان اوسېدل. د کابل ایمرجنسي روغتون په یوه ټوېټ کې ویلي، د کابل پر یوه هوټل د برید له امله دغه روعتون ته درې تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نښتې څو ساعته وروسته، په یوه ټویټ کې د دریو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړ. هغه لیکلي: «په کابل کې پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.» مجاهد زياته کړې چې په دغه هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او کوم بهرنی وګړی نه دی وژل شوی. د هغه په وينا، دوه بهرني وګړي چې ځانونه یې له لوړ پوړه غورځولي، ټپیان شوي دي.
د دغې پېښې په ویډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، لیدل کېږي چې له نښه شوې ودانۍ نه لوګي پورته کېږي او له دننه نه د پرله پسې ډزو غږونه اورېدل کېږي. عیني شاهدان ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې په دې پېښه کې پر دغه هوټل چورلکو هم الوتنې کولې. یو شمېر عیني شاهدانو په دغه برید کې د درنو چاودنو د کېدو خبر ورکړی دی.د هغوی په وینا له چاودنې وروسته په سیمه کې ډزې پیل شوې. په ټولنیزو رسنیو کې دغې نښتې ته له څېرمه کورونو نه خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې ښېښې ماتې شوې او نږدې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د دغه برید په قربانیانو کې یو افغان وګړی هم و، چې ذبیح الله مجاهد ورته هېڅ اشاره نه ده کړې، هغه د امین په نامه یو ځوان و. امین د کابل پر هوټل د تیرې ورځې په ترهګریز برید کې ووژل شو. د امین ملګري وايي، چې هغه په چین کې محصل و، خو د طالبانو له خوا یې د افغانستان له سقوط وروسته هغه هېواد ته د تګ توان نه درلود او له همدې امله یې په کابل کې له چینایي مېلمنو سره همکاري کوله.
په همدې حال کې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د اګست په شلمه نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې په افغانستان کې د چین د سفارت او د چینايي اتباعو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. نوموړي په دې کتنه کې له طالبانو وغوښتل چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنيت ته زياته پاملرنه وکړي. باختر آژانس د طالبانو د ادارې د مسوولينو په حواله ليکلي دي، چې د چين سفير په دې کتنه کې په افغانستان کې د امنيت له ټينګښت څخه خوښي څرګنده کړه.
خو د هېواد د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «سیمه ییزې ترهګرې ډلې فکر کوي چې طالبانو له دوی سره خیانت کړی او له خپل ګډې داعیې نه په شا شوي دي. ښاغلی نبیل زیاتوي چې دغه ډلې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې له داعش سره په همکارۍ او یا هم د داعش تر نامه لاندې خپلې موخې لاندې تعقیب کړي. هغه وايي: «دا ډلې هڅه کوي چې خپلې مطلوبې موخې تر یوه چتر لاندې په نښه کړي، حتی په ځینو مواردو کې له داعش سره په همکارۍ یا د داعش په نوم. زه فکر کوم چې وضعیت به د سیمې د هیوادونو لپاره نور هم ستونزمن شي.»
د ملي امنیت پخوانی رییس ټينګار کوي، چې دغه هېوادونه « د سیمې هېوادونه» به ډېر ژر دې پایلې ته ورسېږي، چې په افغانستان ترهګر خپلو سټراټېژېکو موخو ته رسېدلي نه د سیمې هېوادونه»
بل خوا، په سویلي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان یوې مسوولې سمیرا حمیدي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ټویټ شریک کړی چې ویلي یې دي، په دغه برید کې هیڅ بهرنی نه دی وژل شوی او دا یې «د بهرنیانو لپاره خواخوږي» ګڼلې ده. هغې لیکلي: «د طالبانو د ویاند دا ټویټ یوازې د بهرنیانو د تسلیت لپاره دی. شل کاله یې خلک د لوېدځ د جاسوسانو په نوم خلک قتل عام کړل اوس د همدغو خارجیانو غلامان دي. طالب ته شرم پکار دی چې د خلکو ساتنه نه شي کولای او د ۲۱ کسانو وینه چې ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي، مهمه نه ده. یو ځانمرګی بریدګر تل ځانمرګی پاتې کیږي.»
په کابل کې د پاکستان پر سفیر برید
پاکستان په سیمه او نړۍ کې د طالبانو یو له مهمو متحدینو ګڼل کیږي. دغه هیواد په تیرو شلو کلونو کې د طالبانو په پراخ ملاتړ تورن دی او د دغې ډلې ډيری مشرانو او جنګیالیو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال دغه هېواد ته پناه وړې وه او د پاکستان د پوځ له خوا یې ملاتړ کیده. په کابل کې پر چینايي وګړو تر برید مخکې، په کابل کې د پاکستان پر سفیر عبیدالرحمن نظاماني د جمعې په ورځ د اګست ۱۱مه، ماښام مهال د سفارت په انګړ کې برید وشو. په دغه بريد کې نوموړي ته زيان نه دی اوښتی، خو يو ساتونکی يې ټپي شوی دی. د پاکستان حکومت له طالبانو غوښتي چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت ټينګ کړي. د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، په کابل کې د دوی د سفارت امنیت باید لا ډېرټينګ شي. داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې د پاکستان «پر مرتد سفیر» او د هغه پر ساتونکو یې برید کړی دی. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د داعش د ادعا په اړه به په خپلواکه توګه څېړنې وکړي.
تر دې یوه ورځ وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید عامل نیول شوی دی. مجاهد ادعا کړې، چې د دوی د څېړنو پر بنسټ دا برید د داعش او «بغاوتګرو» ګډ کار و. خو هغه د پاکستان پر سفیر د برید کوونکي کس کوم عکس یا نوم خپور نه کړ.
په کابل کې د روسیې پر سفارت برید
روسیه د سیمې یوه له لویو قدرتونو ده،چې په کابل کې یې خپل سفارت فعال وساته او له طالبانو سره یې تعامل وکړ. تر دې مخکې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، مسکو څو ځلې د یوه خپلواک حکومت د مشرتابه په کچه د هغوی کوربه و. دغه هېواد په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډیپلوماټان ومنل او دغه سفارت یې دغې ډلې ته وسپاره. له دې ټولو خوشبینیو او له طالبانو سره د روسیې له تعامل سره سره، د دغه هېواد سفارت د یوې خونړۍ پېښې شاهد و.
د دوشنبې په ورځ د وږي په ۱۴ مه، پردغه سفارت په یوه برید کې دوه روسي ډیپلوماتان ووژل شول. د دوو روسي ډيپلوماټانو پر وژل کېدو سربېره، تر ۲۰ ډېر افغانان چې ډېری يې محصلين او سوداګر وو، هم وژل شوي او ټپيان دي. دغه برید پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول. د امریکا په ګډون لویدیځو هېوادونو د دغه برید غندنه وکړه.
په تېره يوه مياشت کې د طالبانو د درېيو متحدينو او سټراتيژيکو متحدينو پر نښه کولو سربېره، څو ځانمرګي او چاودېدونکي بريدونه هم شوي چې په پایله کې يې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د دغو بریدونو په پایله کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوی او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوی دی.
د حزب اسلامي پر دفتر برید
د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار د لیندۍ په ۱۱مه، په کابل کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې یو تن ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. خو هغه ته زیان نه دی رسیدلی. یوه اونۍ وروسته، د حزب اسلامي مشر د خپل ګوند له غړو وغوښتل چې «بل جهاد» ته چمتو شي. خو هغه دا څرګنده نه کړه چې د چا پر ضد «جهاد» کوي.
په سمنګانو کې په الجهاديه مدرسه کې چاودنه
طالبان نه یوازې د خلکو په امنیت کې پاتې راغلي، بلکې د هغو دیني مدرسو د امنیت په ټينګښت کې هم پاتې راغلي، چې واک ته د دوی د رسېدو اصلي او اساسي بنسټ ګڼل کېږي. نږدې لس ورځې وړاندې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې په الجهادیه مدرسه کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. یوناما اعلان وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د لنیدۍ په ۹ مه، د سمنګان په الجهاديه لېسه کې د چاودنې له امله ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې په قربانیانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات په امنیتي غونډه کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې روانه میاشت جوړه شوې وه، یو شمېر ویناوالو په افغانستان کې د روانو حالاتو پر دوام اندېښنه وښوده. په دې غونډه کې د تاجکستان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال فرهاد سليم په افغانستان کې د ترهګریزو فعاليتونو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې يې د يوه ټولګډونه سياسي نظام پر جوړولو ټينګار وکړ. د پاکستان د «عوامي نشنل» ګوند مشر افراسیاب خټک وویل، چې افغانستان د سترو قدرتونو تر منځ د سټراتیژیکو سیالیو په ډګر بدل شوی دی. هغه ټینګار وکړ، چې طالبان به دوام ونه کړي، ځکه چې په وینايې « افراطي او بدوي» دي او د حکومت کولو وړتیا نه لري.
خو د هېواد سیاسي څېرې او یو شمېر هېوادوال په دې باور دي چې طالبان د مدیریت او د هېواد د کنټرول وړتیا نه لري او په حقیقت کې افغانستان د سټراتیژیکو سیالیو او سترو جګړو په ډګر بدلوي. د دوی په وینا د طالبانو متحدینو هم دا تجربه کړې چې دغه ډله له هغوی سره پر خپلو کړو ژمنو عمل نه شي کولای.