د شوروي لښکر له وتلو د امریکا تر وتلو؛ افغانستان لا هم د جګړې او کرکې په اور کې سوځي

امین کاوه

افغانستان لږترلږه څلور لسیزې د نړۍ د ځواکمنو پوځونو ډګر ؤ. درې څلوېښت کاله مخکې د شوروي سرو لښکرو په افغانستان برید وکړ او له څه کم لس کاله پوځي حضور وروسته، داسې حال کې یې هېواد پرېښود چې د خلق دموکراتیک د ګوند حکومت په اقتصادي او پوځي مرستو پورې تړل شوی ؤ. په دې موده کې، په افغانستان کې د شوروي پوځ ۱۴ زره سرتیري د (۱۹۷۹ تر۸۹ ۱۹) کلونو ترمنځ ووژل شول. له افغانستانه د شوروي وتل په دې هېواد کې نه یوازې د سولې د ټینګښت لامل نه شول، بلکې له هغې وروسته کورنۍ جګړې پیل شوې. دغو جګړو لس کاله دوام وکړ او له هغې وروسته طالبان پر افغانستان واکمن شول. د طالبانو له پنځه کلنۍ واکمنۍ او د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱مې له مرګونو پېښو نه وروسته، د ۱۳۸۰کال د تلې په پنځلسمه، امریکا او ناټو له تروریسم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلل. امریکا په دې جګړه کې څه باندې ۲۴ زره سرتیري له لاسه ورکړل او له طالبانو سره یې د دوحې د تړون پر بنسټ، په دې هېواد کې یې خپل پوځي حضور ته د پای ټکې کېښود. له افغانستانه د امریکا وتل هم د سولې د ټینګښت لامل نشول، او هېواد اوسمهال هم د جګړې او کرکې په اور کې سووځي او د مسکو او واشنګټن د بې قید او شرطه وتلو قرباني شوی دی.

نن چهارشنبه د سلواغې ۲۶ مه نېټه، له افغانستانه د شوروي د سرو لښکرو د وتلو له څلور دېرشمې کالیزې سره برابره ده؛ دا ورځ هر کال په افغانستان کې نمانځل کیږي. طالبانو په دې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده. له نن نه ۳۴ کاله پخوا د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶ مه نېټه، د شوروي اتحاد د سرو لښکرو پوځي وروستني واحدونو افغانستان پرېښود.

شوروي د جینوا د معاهدې له تړون نهه مېاشتې وروسته، په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته د پای ټکی کېښود. د شوروي د څلوېښتمې فرقې قوماندان جنرال بوریس ګروموف، وروستنی روسي پوځي و چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د آمو سیند د دوستۍ له پله په اوښتلو سره، د پخواني شوروي اتحاد بشپړ وتلو ته یې رسما د پای ټکی کېښود.

په افغانستان کې د شوروي د سرو لښکرو حضور

پخواني شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ لمریز کال کې، د خلق دموکراتیک ګوند په مشرۍ له حکومته د ملاتړ لپاره له څه باندې ۱۰۰ زره وسله وال ځواک سره یوځای، افغانستان ته راغلل. په افغانستان کې ددغه هېواد پوځي حضور، د پخواني حکومت د مخالفو ډلو او مذهبي جریانونو له تند غبرګون سره مخ شو. پایله کې یاد هېواد له نهو کلونو مرګونو جګړو وروسته، افغانستان پرېښود. تر دا مهاله د یادې جګړې د مرګ ژوبلې د کره شمېرنو په اړه هر اړخیز او بې پلوي څېړنې ندي ترسره شوي؛ خو د جګړې د دواړو خواوو د ادعاوو له مخې، په افغانستان کې د شوروي د سرو لښکرو د حضور په موده کې له دواړو خواوو شاوخوا یو میلیون کسان وژل شوي دي. په دې لړ کې ۹۰ زره مجاهدین، څه باندې ۲۰ زره پخواني امنیتي سرتیري او ملکیان او شاوخوا ۱۴ زره روسي سرتیري وژل شوي دي.

په افغانستان کې د شوروي د سرو لښکرو پر وړاندې د مجاهدینو جګړه

پر افغانستان د پخواني شوروي د سرو لښکرو د زرګونو سرتېرو له برید وروسته، د مجاهدینو سرتېرو، د مسکو او د کرملین د پوځي سرتېرو په ملاتړ د حکومت پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړ. د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې د مجاهدینو بې شمېره ډلو، د چریکي جګړو له لارې څه باندې ۱۴ زره روسي سرتیري ووژل، سلګونه نور یې اسیر ونیول، او یو شمېر نور یې مسلمان کړل.

په افغانستان کې د سره پوځ د حضور له پای ته رسېدو وروسته، د مجاهدینو سرتېري چې د یو شمېر اسلامي او غربې هېوادونو په تېره د امریکا له لوري ملاتړ کېدل، د شوروي پوځیانو تر بشپړ وتلو او د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د حکومت تر سقوط پورې وجنګېدل. د مجاهدینو سرتیري او د اوو ګونو جهادي ډلو مشران پاکستان کې مېشت ول او له دې ځایه یې د شوروي سرو لښکرو او د مسکو په ملاتړ د حکومت په وړاندې جګړه رهبري کوله.

له افغانستانه د پخواني شوروي د سرتېرو له وتلو وروسته، دواړو خواوو د خپلو کړنو د حقانیت د اثبات لپاره، بېلابېل استدلالونه او حکایتونه کوي. خو هېوادوال بیا له دواړو خواوو له درده ډکې او ترخې خاطرې لري. ډیر شمېر کسان چې د مجاهدینو له بریا سره هممهاله زیانمن شوي دي، د خواشینۍ ترڅنګ، له مجاهدینو لا هم کرکه لري او هغوی په بېلابېلو نومونو لکه «اشرار» یادوي. دارنګه هغه شمېر هېوادوال چې د ( د پخواني دولت د امنیت وزارت) د خاد ادارې خونړي ظلمونه یې په یاد دي، ټینګار کوي چې هغه مهال بې شمېره جرمونه ترسره شوي چې باید په خپلواک ډول وڅېړل او ترسره کوونکي یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. دغه جګړه د پخواني شوروي اتحاد د مشر ګورباچف له لوري د « ناسور ټپ» په توګه یاده شوې ده.

له افغانستانه د شوروي پوځ د وتلو په اړه د شنونکو لیدلوری

نامتو ژورنالېست فردوس کاوش، ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د شوروي اتحاد د ځواکونو وتل د جینوا د تړون پربنسټ و چې له افغانستانه د سرو لښکرو تر بشپړ وتلو نږدې لس مېاشتې وړاندې، د څلورو دولتونو ترمنځ لاسلیک شوی ؤ. البته ددې تړون اصلي لاسلیک کوونکي پاکستان او افغانستان وو او امریکا متحده ایالتونه او شوروي اتحاد هم ددغه تړون د تضمین کوونکو په توګه په سند کې لاسلیک کړی دی.» ښاغلی کاوش زیاتوي:« د جینوا له تړون وروسته، هغه مهال د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لارې لپاره هڅې وشوې او ملګرو ملتونو غوښتل چې د یوه انتقالي حکومت راتلو ته لاره هواره کړي، حکومت له دموکراتیک ګوند څخه یو بې پلوي انتقالي حکومت ته ولېږدل شي او وروسته به یاد انتقالي حکومت د ټولټاکنو په لاره اچولو ته زمینه برابره کړي او یو داسې مېکانېزم رامنځته کړي چې له مخې یې په افغانستان کې نوی سیاسي نظم جوړ او جګړه پای ته ورسیږي.»

دغه ژورنالېست دغه راز وايي چې د جګړې سولییز حل لپاره سیاسي هڅې ناکامې شوې او د شوروي سرو لښکرو له وتلو وروسته په دې هېواد کې جګړو لاپسې شدت وموند. هغه وايي:« شوروي اتحاد د راتلونکي سیاسي حل لارې له تړون پرته، له افغانستانه ووتل. یاده مسله د سیاسي هڅو د ناکامۍ لامل شوه.

ښاغلی کاوش په دې اند دی چې شوروي اتحاد په غیرمسوولانه ډول افغانستان یوازې پرېښود او ویل کیږي چې له افغانستان نه وتل د پخواني شوروي د مشر ګورباچف اساسي موخه وه. د هغه د خبرو پر بنسټ، ګورباچف دا هدف څاره او د افغانستان د جګړې د سیاسي حل په پرتله یې له دې هېواده وتلو ته لومړیتوب ورکړ. دغه ژورنالېست وايي:« همدغه چاره ددې لامل شوه چې د سرو لښکرو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه دوام وکړي. په اوسني وضعیت کې د امریکا متحده ایالتونو هم د سیاسي حل لارې په پرتله له دې هېواده وتل غوره وګڼل او له قید او شرط پرته یې پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي. اوسمهال په افغانستان کې یو استبدادي دیني حاکمیت په خلکو تپل شوی دی.

په افغانستان کې له سرو لښکرو پاتې شوي سرتیري

د افغانستان له پرېښدولو وروسته، د شوروي پوځ د جګړې په ډګر کې خپل لسګونه ملګري په دې هېواد کې پرېښودل. یو له دغو سرتېرو د « سیرګي یوري ویچ» په نوم دی چې پخوا د «کرسناپیارو» په نوم مشهور و. نوموړی غور ولایت کې مجاهدینو اسیر کړی وو او هغوی د نورمحمد نوم پرې ایښی دی. ښاغلی نورمحمد یا «سیرګي یوري ویچ» له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « په ۱۹۶۵ کال کې د روسیې سایبریا سیمې اړوند کرګن ښار کې زېږېدلی دی او هغه مهال چې د ۱۸ کلونو په عمر ؤ، د جلب او احضار له لارې د شوروي په پوځ کې شامل او له هغه ځایه افغانستان ته راولېږل شو.

ښاغلی کرسناپیارو یا نورمحمد د شوروي د جګړې په اړه ۸ صبح ورځپاڼې ته وايي: « زمونږ د منصبدارانو د خبرو له مخې چې ویل به یې مونږ د افغانستان د خلکو مرستې او خدمت لپاره راغلي یو، په افغانستان کې مې د شوروي د پوځ حضور له ورایه لیده. دا چې اوس د اته پنځوس کلونو په عمر یم، د خپل عمر پسرلی مې په افغانستان کې تېر کړی دی او د سرو لښکرو له وتلو هم نږدې اوه دېرش کاله تیریږي، نو ځانګړی نظر نه لرم؛ خو د ناټو په پرتله چې څو موده وړاندې له افغانستان نه ووتل، د شوروي وتل غوره او ښه یې ګڼم.»

د روس دغه زوړ سرتیری له اوه دېرشو کلونو تېرېدلو وروسته لاهم د خپلې مور لېدو ته لېواله دی. هغه په خواشینۍ سره وايي:« یادونه کوم اوس چې زه غواړم روسیې ته سفر وکړم او لږ تره لږه د خپلې زړې مور لېدو ته ورشم، خو هرڅومره مې چې هڅې وکړې د سفر کولو لپاره مې لار ونه موندله، ډېر خواشینی شوم.»

د « افغانستان د پردې ترشا» د کتاب د روایت پر بنسټ چې دیه ګو کوردوز او سلیک هاریسون لیکلی دی، څه باندې ۳۰۰ تنه د شوروي پوځ سرتیري په افغانستان کې لادرکه شوي دي. ویل کیږي چې د هغو له ډلې یې ۲۰ تنه په افغانستان کې موندل شوي چې د اسلام دین له منلو وروسته، په دې هېواد کې یې دایمي اقامې ترلاسه کړي دي. خاکیموف چې وروسته ورباندې د شیخ عبدالله هراتي نوم کېښودل شو، په افغانستان کې د پخواني شوروي وروستنی سرتېری و، چې شاوخوا یوه مېاشت مخکې مړ شو.

له افغانستانه د شوروي او امریکا د وتلو ورته والی

سید احمد سید، د افغانستان د پخواني پوځ یو له هغو سرتېرو دی چې د سرو لښکرو د وروستي سرتېري د وتلو پر مهال یې غزني ولایت کې دنده ترسره کوله، ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي کله یې چې له افغانستانه د شوروي د بشپړ وتلو خبر واورېد، تر ټولو لویه اندېښنه یې د پوځ اکمالاتو او تدارکاتو ته وه. هغه وايي مجاهدینو هغه مهال د پوځ د سرتېرو په لیکو کې نفوذ کړی وو او سرتېري په بې ساري ډول د تېښتې په حال کې وو او د مخالفینو له لیکو سره یوځای کېدل. د ښاغلي سید په وینا، د هغه مهال پوځ په وسلو سمبال و او د جګړو لپاره یې لوړه روحیه درلوده، خو د پرسونل له کمښت سره مخ وو، داسې چې سرتېري اړ کېدل، د برجونو پر سر پهردارۍ وکړي.

د افغانستان د پخواني پوځ دغه افسر د سرتېرو د تېښتې او د مجاهدینو په لیکو کې د هغوی یوځای کېدلو پرمهال د مرګ تر پولې هم تللی دی. هغه زیاتوي:« د۱۳۵۹ کال وروستۍ ورځې وې، لومړنی چلند مې چې په دې برخه کې ولید، د ۱۴ فرقې د مخابرې پر کنډک برید و، د مخابرې د کنډک دوه تنه سرتیري، هر یو د میمنې اوسېدونکی عبدالسلام او د کابل د شکردرې اوسېدونکي عبدالقدوس په غرني ولایت کې د محمد عارف په نوم له یوه سرتیري سره په همغږي چې پهردار هم و، درېواړو له مجاهدینو سره چې هغه مهال د اشرارو په نوم یادېدل، اړیکې درولودې، دشپې شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې وې چې پر پوسته یې برید وکړ او ټول یې له ځانه سره یوړل. د ارکان د رییس او د کنډک د اولیه سازمان منشي په ګډون یې یو شمېر شهیدان کړل. د کنډک وسلې او تجهیزات یې له ځان سره یوړل. زه له خپل یوه عسکر سره دباندې وم او په تېښته بریالی شوم. هغه مهال سرتیري د دښمن د تبلیغاتونو تر اغېز لاندې وو او هغوی به د سرتېرو له کمزوري ټکي نه د مجاهدینو په ګټه کار اخیسته.»

بکتاش بهروزیان (مستعار نوم) د هېواد د پخواني پوځ له سرتېرو دی. نوموړی چې ډیر کلونه د افغانستان په سوېل کې د طالبانو پر وړاندي جنګېدلی دی، وايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له امنیتي ځواکونو نه د تدارکاتو او لوجیستیکي د ملاتړ چاره پڅه شوې وه. د هغه په خبره له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو په جنګي مورال او د لیکو په پیاوړتیا کې یې «د پام وړ» اغېز درلود. هغه ټینګار کوي که چېرې افغانستان د یوې «ننګینې معاملې» په ترڅ کې طالبانو ته نه وای سپارل شوی، هغوی کولای شوای د طالبانو پر وړاندې وجنګیږي. نوموړی وايي د پوځ او نورو امنیتي برخو کې د طالب نفوذي ځواکونو شتون درلود، خو دغه حضور د پوستو او د جګړې د ډګرونو د سقوط لامل کېدای نشوای. ښاغلی بهروزیان وايي:« تاسو د جمهوریت د سقوط د وروستیو شېبو شاهدان وئ، چې له ملاتړ پرته یې امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښودل او ویلې یې چې تاکتیکي شاتګ وکړئ. مونږ یې له وړاندې پلان شوې برنامې په ترڅ کې وپلورلو او زمونږ د سنګر ملګرو قربانیو ته یې هیڅ پام ونه کړ او پدې ورځو کې یې وینئ چې د وسله وال پوځ د اعلا سرقوماندان بدبویي چې تل به یې په لوړ غږ چیغې وهلې، پورته کیږي. مونږ خپل تاریخي مسوولیت ترسره کړ، دا چې لوړپوړو چارواکو تېښتې او د پلورلو په اړه پرېکړه کړې وه، تاریخ او خلک به یې پر وړاندې قضاوت وکړي.»

د شوروي له وتلو وروسته تریخ روایتونه

له افغانستانه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم د هغه مهال د مجاهدینو له چلنده ترخې او له درده ډکې کیسې پرځای پاتې دي. غمونه او کیسې چې هره یوه یې د هغو کسانو د رنځونو، دردونو او مصیبتونو یوه برخه جوړوي چې د شوروي په ملاتړ د پخواني دولت سره په همکارۍ تورن وو. احمد الله (مستعار نوم) چې د سرو لښکرو د وتلو پر مهال د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې اوسېده، په دې ولایت کې د مجاهدینو د بد چلند کیسې په ذهن کې لري. د نجونو له برمته کولو او په زور سره په نکاح کولو تر د پلي لارو پر سر د خلکو په درو وهلو او د اولادونو پر سر د میندو وژل، هغه روایتونه دي چې د انسان په بدن کې ویښته راولاړوي.

ښاغلی احمدالله د مجاهدینو له لوري د دولتي کارکوونکو او کارګرانو د وژل کېدو په اړه وايي: « اشرارو [مجاهدین] شغناني ښوونکی د موټر پر شا پورې وتړه او د فیض آباد له ښاره تر شورابک پورې د موټر په شا پسې کش کړ.» نوموړی وايي :« کله چې مجاهدینو په فیض اباد ښار کې له خرقې مبارکې غوښتل ښوونکی ابراهیم له ځانه سره په زور یوسي، مور یې په خپل زوی ځان اچولی و او اجازه یې نه ورکوله چې مجاهدین یې زوی یوسي؛ خو مجاهدینو هغه په مرمۍ په سر وویشتله او د هغې زوی یې له ځان سره یوړ. د ښوونکي ابراهیم د مور د سر ماغزه د کور په دیوال سریښ شوي وو.»

د امریکا شتون او وتل

طالبانو له پنځه کلن واک وروسته، هېواد د نړیوال ترهګرو د امن په پټنځای بدل کړ. تندروه او افراط ډوله سیاستونه یې ولګول او ښځې یې په بشپړ ډول له عمومي حوزې لیرې کړې. د مجرمینو لاسونه به یې غوڅول، ښځې به یې سنګسارولې او په ورزشي لوبغالو کې به یې قصاص ترسره کاوه. د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱ مې نېټې له پېښو وروسته د امریکا متحده ایالتونو طالبانو ته ګواښ وکړ چې د القاعده مشر دغه هېواد ته وسپاري، خو طالبانو له دغه امر نه سرغړونه وکړه هماغه و چې امریکا د « د زیاتې مودې» عملیاتو ترنامه لاندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په ۷مه نېټه یې پر افغانستان د برید امر ورکړ چې د طالبانو د پرځېدو او په افغانستان کې د جمهوریت د نظم رامنځته کېدو لامل شو. طالبان د متحده ایالتونو له وتلو او د پخواني امنیتي ځواکونو له شاتګ نه پوره ۱۹ کاله او اته میاشې وروسته بیاځلي پر افغانستان واکمن شول.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي د عمومي مفتش دفتر، یکشنبه د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۱۲ مه راپور ورکړ چې د نږدې دوو لسیزو په موده کې، په افغانستان کې د امریکا څه باندې ۲۴ زره پوځیان وژل شوي دي. ددغه راپور پر بنسټ د ۱۳۸۰ کال د تلې له ۱۵ مې نېټې څخه د ۱۳۹۹ کال د مرغومي تر ۲۷ نېټې چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري له ۱۶ سره برابره ده، یو زرو ۹۰۹ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د متحده ایالتونو ۵۳۴ خدماتي پرسونل د «غیر خصمانه» پېښو په پایله کې وژل شوي دي. په دې راپور کې دغه راز ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې ۲۰ زرو او ۷۲۲ تنه پوځي پرسونل هم ټپيان شوي دي.

د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰ مه چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري له ۲۹ سره برابره ده، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون پر بنسټ، دغو ځواکونو افغانستان پرېښود. د ۲۰۲۱ کال د اګست دېرشمې نېټې نیمه شپه، وروستني امریکايي جنرال کابل پرېښود او په افغانستان کې یې ددغه هېواد شل کلن پوځي حضور ته د پای ټکی کېښود. د امریکا له وتلو وروسته د هېواد سلګونه امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري وژل، نیول او لادرکه کړای شوي دي او افغانستان یو وار بیا د ترهګرو ډلو د جګړو په ډګر بدل شوی دی. تازه مورد کې د بریتانیا د استازو د مجلس دفاعي کمېټې او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازولۍ د نړیوال ترهګرو د امن په پټنځای د هېواد د بدلېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هېوادوال په دې باور دي چې د نړۍ د دوو ځبرځواکونو له شتون سره سره، افغانستان ثبات، پرمختیا او یووالي ته لاسرسی ونه موند. بلکې له پخوا بدبخته شوی دی. ددغو هېوادوالو په خبره اوس هغه وخت رارسیدلی چې خلک او سیاسي مشران د تېرو څو لسیزو له ترخو تجربو درس واخلي او د ټولو سیاسي او مدني ډلو د ګډون بستر ته زمینه برابره کړي ترڅو افغانستان له دې زیات د نړۍ او سیمې د لویو ځبرځواکو هېوادونو د سیالۍ ډګر ونه ګرځول شي. اوسمهال د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې ناامني ډېره شوې او د داعش ډلې فعالیتونه ډېر شوي دي.

جنرال بوریس ګروموف د شوروي اتحاد وروستنی پوځي و چي د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه نېټه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د آمو سیند د دوستۍ له پله په اوښتلو سره یې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو نهه کلن حضور ته د پای ټکی کېښود. له بله پلوه، د امریکا د پوځ د ۲۸ هوايي فرقې قوماندان جنرال کریس دوناهو وروستنی امریکایي پوځي و چې د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۸ مه نیمه شپه د کابل له هوايي ډګر نه په یوې -۱۷ سي چورلکه کې سپور شو. (سنتکام) یا په منځنۍ ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د هغه د انځور په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوناهو وروستنی پوځي امریکایی دی چې افغانستان یې پرېښود.

مسکو او واشنګتن له افغانستانه د وتلو سره همهاله او د خپلو کورنیو منتقدینو له سختو غبرګونونو سره بیا هم په افغانستان کې د جګړې د ډګر اصلي لوبغاړي بلل کیږي. واک ته د طالبانو له یو کال او اوو میاشتو راتګ وروسته. د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رییس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې مسکو د افغانستان د سیمه ییز تعامل او پراختیا لپاره د « جي ۵» غونډې ته ورته د یوې تازه حل لارې وړاندېز کړی دی. د کابلوف د خبرو له مخې، په دغه چارچوب کې به د هند، پاکستان، ایران، چین او روسیې هېوادونه حضور ولري. او ددغه شان کړنلارې له رامنځته کېدو نه موخه دغو هېوادونو ته د طالبانو له لوري ځواب ویل بلل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button