له شکنجې تر جنسي تیري او وژنې پورې؛ د طالبانو په زندانونو کې څه تېرېږي؟

اسماعیل سادات

ښځینه زندانیانې د جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو په زندانونو کې، له ناوړه وضعیت سره لاس او ګریوان دي. تحقیر، ښکنځل، جسمي شکنجې او جنسي تیري، له هغو مواردو دي چې دغه زندانیانې یې په شمال کې د طالبانو په زندانونو کې تجربه کوي. د ۸صبح ورځپاڼې د اطلاعاتو پر بنسټ، د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، د طالبانو له لوري د هېواد د شمال په درېیو ولایتونو کې، ۹۰ تنه ښځې نیول شوي او زنداني شوي دي. د زندانیانو له دې ډلې، ۳۶ تنه یې په فاریاب، ۳۴ تنه یې په سمنګانو او ۲۰ نورې یې په جوزجان ولایت کې، د طالبانو د ناوړه چلند تجربې لري.

د ۸صبح ورځپاڼې معلومات ښيي چې ددغو درېیو ولایتونو په ښځینه زندانونو کې، د ورځې له خوا ۱۰ تنه ښځې په بدني تلاشيو، پاک‌کارۍ او ساتنې برخو کې بوختې وي، خو شپه مهال هېڅ ښځینه ساتونکې په زندان کې د پاتې کېدو اجازه نه لري. سربېره پر دې، د شپې له لوري ددغو زندانونو د امنیت مسوولیت د طالب جګړه مارانو پر غاړه دی؛ هغه ساتونکي چې د ۸صبح د مستندو اطلاعاتو پر بنسټ، «پر ښځینه زندانیانو په جنسي تیري تورن دي.»

د ۸صبح د اطلاعاتو پر بنسټ، په جوزجان، فاریاب او سمنګانو کې د ۹۰ تنو ښځینه زندانیانو له ډلې، ۱۶ تنه هغه مېرمنې دي، چې په ځلونو د جنسي تیري له امله امیندواره شوي، چې بیا په سیمه ییزو روغتونونو کې یې خپل جنین سقط (ضایع) کړی دی. په فاریاب او سمنګانو ولایتونو کې روغتیايي سرچینې دا مني، چې ددغو ښځو جنینونه، د امیندوارۍ په څلورمو او پنځمو میاشتو کې، د طالبانو په سپارښتنه سقط شوي دي. د هغو زندانیانو د روایت پر بنسټ چې د طالبانو ناوړه چلند یې په زندانونو کې تجربه کړی دی، د هېواد په شمال کې ښځینه زندانیانې، د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د جنسي اړتیا پوره کولو لپاره دې ته اړې کیږي، چې د هغوی ناوړه غوښتنې ومني! یوه ښځه چې تازه له زندانه خوشې شوې ده، مني چې په سمنګان ولایت کې څلور هغه ښځې چې د طالبانو د جګړه مارانو له لوري د څو ځله جنسي تیري له امله، په بېلابېلو ناروغیو اخته شوې وې، پای کې د طالبانو له لوري وژل شوي.

د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې په شمال کې د طالبانو له ښځینه زندانونو څخه راټول شوي دي، ډیر شمېر دغه ښځې د اخلاقي فساد، غلا، دوکې ورکولو او له کوره د تېښتې په تور زنداني شوي دي. باخبره سرچینې تاییدوي چې په فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د ۹۰ تنو زندانیانو له ډلې، ۳۳ تنه یې داسې زندانیانې دي، چې له زنداني کېدو  راپدېخوا د کورنۍ غړي او خپلوان یې د هغوی لیدلو ته ندي ورغلي. دغه سرچینې وايي چې کېدای شي ددغو زندانیانو کورنۍ د هغوی له برخلیک نه خبر نه وي.

د فاریاب، سمنګان او جوزجان روغتونونو د نسايي- ولادي برخو روغتیايي کارکوونکو،  ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې د تېر یوه کال په لړ کې، طالبانو ۴۸ هغه ښځې چې د فزیکي شکنجې او جنسي تیري له امله له وژونکو خونریزیو سره مخ شوې وې، شپه مهال روغتونونو ته د درملنې په موخه لېږدولي دي. ددغو سرچینو د څرګندونو پربنسټ، طالبانو هېڅکله نوکریوالو ډاکترانو ته ددغو قضیو د دوسیو جوړولو اجازه نده ورکړې.

ددغو سرچینو شهرت او نومونه له ۸ صبح ورځپاڼې سره خوندي دي او د امنیتي ګواښونو له امله په دې راپور کې د هېڅ یوې سرچینې نوم نه اخیستل کېږي.

په فاریاب کې د زندانیانو وضعیت

د ۸صبح د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال د فاریاب په زندان کې، ۳۸تنه ښځې زنداني دي. دا ښځې د طالبانو له لوري د بېلابېلو تورونو له امله نیول شوي دي او په زندان کې شپې او ورځې تېروي. یو شمېر دغه ښځې د ۱۴۰۰ لمریزکال د وږي په ۱۹مه، دغه زندان ته لېږدول شوي دي؛ خو د هغوی زیاترو ته لا تر دا مهاله جرمي دوسیې ندي جوړې شوي او له همدې امله، د څېړنې لپاره د ددغو ښځو دوسیې هېڅ محکمې ته لېږدول شوي ندي.

د فاریاب ولایت په امنیه قوماندانۍ کې یوې سرچینې، د نوم د نه اخیستلو په شرط، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې ډیری دغه ښځې د اخلاقي فساد، غلا، دوکه ورکونې او له کوره د تېښتې په تور نیول شوي دي. ددغې سرچینې په خبره، د جرمي دوسیو نشتون ددې لامل شوی چې ددغو ښځو د زندان موده ناروښانه پاتې شي. سرچینه وړاندې وايي چې ددې زندان د ۳۶ تنو ښځینه زندانیانو له ډلې، د ۲۱ تنو لپاره یې جرمي دوسیې ندي جوړې شوي. یو شمېر دغه ښځې له نن نه شپږ میاشتې، اته مېاشتې او حتی یوکال دمخه نیولې شوي او دغه زندان ته لېږدولې شوي دي. دا ۲۱ تنه هغه ښځې دي چې له نیول کېدو راپدېخوا یې، کورنۍ لیدلو او د دوسیو د څارنې لپاره زندان ته ندي راغلي. په تېر حکومت کې د زندانونو د کړنلارې پر بنسټ، د تورنو کسانو دوسیې به، د درېیو میاشتو په لړ کې، سترې محکمې ته لېږدېدلې. سره له دې چې پر هېواد د طالبانو له حاکمیت نه نږدې دوه کاله تیږیږي، خو په دې موده کې طالبانو د مظنونو د دوسیو د څارنې لپاره، ځانګړي قوانین او کړنلارې جوړې نکړې.

د فاریاب ولایت د زندان په مدیریت کې یوه بله سرچینه مني چې یو شمېر دغه زندانیانې، شپه مهال د امنیه قوماندانۍ، د استخباراتو د رئیس، د پوځ د کنډک قوماندان او د طالبانو د یو شمېر نورو چارواکو د ځانګړو ساتونکو له لوري، له زندانه بهر وړل کیږي او له جنسي ناوړه ګټې اخیستنې وروسته، بېرته زندان ته راوړل کیږي. سرچینې ونه ویل چې د شپې لخوا دغه ښځې چېرته وړل کیږي.

د بشري حقونو د بنسټونو یو څارونکی چې د امنیتي ګواښونو له امله په فاریاب کې د ښځو اړوند د تاوتریخوالي قضیې او  بشري حقونو پورې اړوندې قضیې په پټ هویت څاري، ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي، چې په تېرو اتو مېاشتو کې، په یاد ولایت کې، د طالبانو د چارواکو له لوري پر ښځینه زندانیانو د جنسي تېري، اته انفرادي قضیې او شپږ ډله ییزې قضیې، ترسره شوي دي. د نوموړي په خبره، دغه قضیې په یوه نړیوال بنسټ کې هم ثبت شوي دي. سرچینه دغه راز وايي، چې نه یوازې د طالبانو لوړپوړي چارواکي؛ بلکې ددغې ډلې د ټیټې کچې سرتیري هم شپه مهال، د ښځو د زندان بلاکونو ته ورځي او پر هغوی جنسي تیری کوي.

سربېره پر دې، د میمنې ښار ولایتي روغتون، د نسایي- ولادي برخې یوې ښځینه ډاکترې، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو څو تنه ښځې، چې د جنسي تیري له امله ورته خونریزۍ پیدا شوې وې، شپه مهال- په داسې حال کې چې شدید امنیتي تدابیر یې هم نیولي وو- دغه روغتیايي مرکز ته وروړي دي. دغې ډاکترې وړاندې ویلي دي چې د یادو ښځو پر بدنونو یې د شکنجې او جنسي تیري نښې لیدلي دي. د سرچینې په خبره، دا ډول ناروغان په لیرې پرتوخونو او د نورو ناروغانو له ګڼه ګوڼې لیرې، تر درملنې لاندې نیول شوي دي. لکه څنګه چې سرچینه وایي، له دا ډول ناروغانو نه څلورو تر پنځو طالب وسله والو ساتنه کوله او پرستار او نوکریوال ډاکتر ته یې اجازه نه ورکوله چې له ناروغ سره خبرې وکړي.

دغه ډاکتره وايي: «هغه ۱۳ تنه ښځینه زندانیانې چې د طالبانو له لوري له جنسي تیري وروسته، امینداواره شوې وې، شپه مهال د جنین د سقط لپاره، ددغه روغتون نسایي او ولادي برخې ته راوړل شوې دي» د نوموړې په خبره، ډیری دغو ښځو، د امیندوارۍ په لومړیو درېیو میاشتو کې جنین سقط کړی دی او بېرته زندان ته لېږدولې شوې دي.

سمنګانو کې د زندانیانو وضعیت

د سمنګانو د عمومي محبس مدیریت کې ځايي سرچینو، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په تېر یوه کال کې، ۳۴ ښځې د جنايي جرمونو په تور، د طالبانو د ځواکونو له لوري نیولې شوي او دغه زندان ته راوړل شوې دي. په دې ډله کې، ۱۲ تنه هغه زندانیانې دي چې کورنۍ یې، د لیدلو او یا د هغو د دوسیو د څارنې لپاره ندي راغلي. دغه ۱۲تنه ښځې، په تېرو اوو مېاشتو کې پرته له دې چې قضیې یې وپلټل شي، په ناروښانه وضعیت کې دي.

د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د تشکیلاتي چارت پر بنسټ، ۱۰ تنه ښځینه پولیسې ددې ولایت د ښځینه زندان چارې مدیریت کوي؛ خو سرچینې بیا وايي چې په زندان کې یوازې درې تنه ښځې د مراجعینو په بدني تلاشۍ او پاک‌کارۍ برخه کې بوختې دي چې د زندان په اداره کې هم مهم رول نه لري. د سرچینې په وینا، دا چې دغه ښځینه پولیسې شپه مهال شرعي محرم نه لري، له همدې امله یاد زندان شپه مهال د طالبانو د ځواکونو له لوري اداره کیږي.

د سمنګانو ولایتي روغتون سرچینې وايي چې په تېرو شپږو مېاشتو کې هغه اوه تنه ښځینه زندانیانې چې د بدني شکنجې او جنسي تیري له امله ورته خونریزۍ پیدا شوې وې، د طالبانو د ځواکونو له لوري، د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړل شوې دي. همداراز یوې ښځینه ډاکترې وویل چې په دې موده کې درې تنه ښځینه زندانیانې، د جنین د سقط په موخه، د طالبانو له لوري یاد روغتیايي مرکز ته وروړل شوي دي.

د خوشې شوې زنداني کیسه

یوه ښځینه زنداني چې څو موده وړاندې په سمنګان کې د طالبانو له لوري خوشې شوې ده، د زندان د قوماندان او ددې ډلې د ځواکونو له لوري پر نوموړې د جنسي تیري په اړه کیسه کوي. فرشته (نوم مستعار دی) د ۱۴۰۰ لمریزکال د وږي د مېاشتې په دوهمه نېټه، د کورنۍ له یوه غړي سره یوځای، د سمنګان ولایت مرکز (ایبک) له ښاره، د کابل په لوري حرکت وکړ. نوموړې د سمنګان او بغلان ولایتونو د لارې په اوږدو کې، د رباطک په سیمه کې، د طالبانو د ځواکونو له لوري، د اخلاقي فساد په تور ونیول شوه. نوموړې غوښتل کابل ته راشي، او په همدې توګه له هېواده وتښتي. نوموړې غوښتل چې د کابل د هوايي ډګر د پروازونو له لارې، هېواد پرېږدي.

له هېواده د شل کلنې فرشتې د تښتې هڅې، له ناکامۍ سره مخ شوې او نوموړې د طالبانو د ځواکونو له لوري له نیول کېدو وروسته، دوه اونۍ یې د ایبک ښار د امنیه قوماندانۍ په څارن خونه کې تېرې کړي. د نوموړې په خبره، په دې موده کې پر نوموړې د طالبانو د ځواکونو له لوري- شپه مهال- له درې تر اوو ځلي جنسي تیری شوی دی او وروسته د سمنګان ولایت مرکزي زندان ته لېږدول شوې ده.

دغې پیغلې نجلۍ د سمنګان ولایت په مرکزي زندان کې اوه مېاشتې تېرې کړي او پر ښځینه زندانیانو د طالبانو د جنسي تیریو خواشینونکې کیسې کوي. فرشته وايي چې پر نوموړې د ایبک ښار د امنیې قوماندانۍ په څارن‌خونه کې د طالبانو د ځواکونو له لوري له جنسي تېري وروسته، دا چې نور یې څه شی په لاس کې نه لرل؛ نو د مجبوریت له امله، د سمنګان په مرکزي زندان کې یې د طالبانو د ځواکونو هر ډول غوښتنه منله! د نوموړې په خبره، هغه شمېر ښځینه زندانیانې چې تازه به زندان ته راوستل کېدلې، د طالبانو له لوري به دومره وهل ټکول کېدلې چې وروسته به یې د هغوی د جنسي غوښتنو لپاره ځانونه چمتو کول؛ ځکه د فرشتې په خبره، دغو ښځینه زندانیانو له تسلیمېدو پرته، بله لار نه لرله.

فرشته، د زندان په اړه د خواشینونکې کیسې پر دوام وايي چې د اوو میاشتو په لړ کې، لږ تر لږه څلور ښځینه زندانیانې چې د بغلان، بلخ او جوزجان اوسېدونکې وې، د طالبانو د ځواکونو له لوري ووژل شوې. فرشته وړاندې وايي چې دغه ښځې د سمنګان ولایت له اړوندو سیمو د اخلاقي فساد په تور نیول شوې وې او کورنۍ یې د هغوی له برخلیکه خبرې نه وې. د نوموړې په وینا، دغه ښځې به شپه مهال، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو کورونو ته د هغوی د جنسي اشتها سړولو لپاره لېږدول کېدلې، خو په پایله کې له ناوړه صحي وضعیت سره مخ شوې او د زندان د مدیر د هدایت له مخې، د ۱۵ ورځو په لړ کې، ووژل شوې.

په پایله کې فرشته د طالبانو د یوه قوماندان په واسطه، او د یوې معاملې پر بنسټ، له زندانه خوشې شوې ده. دغه پیغله نجلۍ وړاندې وايي چې له زندانه د خوشې کېدو په بدل کې یې، د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت خپله یوه نمره زمکه، د طالبانو یوه چارواکي ته ورکړې ده. فرشته په زندان کې د اوو میاشتو له تجربو وروسته، خوشې شوې او له خپلې کورنۍ څخه لیرې، د هېواد په یوه بل ولایت کې ژوند کوي.

د سمنګانو زندان ته د یو شمېر مراجعینو کیسې هم د فرشتې د کیسې په شان دي. ۳۱ کلنه لیلما (نوم مستعار دی) چې کله ناکله د خپلې زنداني شوې خور لیدلو لپاره د سمنګان زندان ته راځي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې خور یې، د هغوی د ګاونډي له لور سره، د تېښتې په برخه کې د همکارۍ په تور، دغه زندان کې زنداني ده او هغه په مېاشت کې یو ځلي، د نوموړې لیدلو ته راځي.

لیلما وايي چې د اوو میاشتو په تېرېدو سره یې لا د خور دوسیه محکمې ته نده لېږل شوې. طالبان له لیلما او د هغې له کورنۍ نه غواړي چې د ګاونډي لور یې پیدا کړي؛ هغه څوک چې لا روښانه نده چې له چا سره تښتېدلې ده. د لیلما خور منلې چې د طالبانو ځواکونه، یو شمېر ښځې شپه مهال له زندانه بهر لېږدوي. د نوموړې په خبره، دغه ښځې سهار لمانځه مهال، بېرته زندان ته راوړل کیږي.

جوزجان کې د ښځینه زندانیانو وضعیت

دا مهال د جوزجان په زندان کې، ۲۰ تنه ښځې زنداني دي. ددغو زندانیانو هویت او شهرت څرګند ندی او دغه راز روښانه نده چې په څه جرم زنداني شوي دي. د سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه ښځې هم د فاریاب او سمنګان ښځینه زندانیانو له ورته وضعیت سره مخ دي. د ډیری زندانیانو دوسیې محکمو ته نه لېږدول کیږي. یو شمېر ښځې بیا د ډېرو پیسو په ورکړې، له زندانه خوشې شوې دي.

له ډېرو هڅو سره-سره مو ونشوای کولای چې په دې برخه کې له باخبره سرچینو ډېر اطلاعات ترلاسه کړو؛ خو د جوزجان ولایت په مرکزي روغتون کې یوې سرچینې ومنله چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ښځینه زندانیانې، له وهل ټکولو وروسته، دغه روغتیايي مرکز ته وروړل شوې دي. ددغې سرچینې په وینا، له دې ډلې شپږ تنه ښځینه زندانیانې له جنسي تیري وروسته، ددغه روغتیايي مرکز نسايي او ولادي برخې ته لېږدول شوې دي. سرچینه وايي چې دغه ښځې د طالبانو له لوري روغتون ته راوړل شوي او له څلورو نه تر اوو ورځو د بستري کېدلو په لړ کې، د طالبانو ځواکونو له هغوی نه ساتنه کوله.

پر ښځینه زندانیانو جنسي تیری، تازه بحث ندی. په تېرو شلو کلونو کې هم ځیني وختونه راپورونه ورکړل شول چې یو شمېر ښځینه زندانیانې، په زندانونو کې له ناوړه فزیکي چلند سره مخ شوي دي.

په فاریاب، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې ښځینه زندانیانې په داسې حال کې له دغه وضعیت سره مخ شوي دي چې له قانون نه د طالبانو اطاعت نه کول، ددې لامل شوي چې ډېری دغو زندانیانو ته دوسیې جوړې نشي او د یو شمېر نورو بیا دوسیې محکمې ته د پرېکړې په موخه ندي لېږدول شوې. طالبانو د تېر کال د وږي په مېاشت کې، په یوه عمومي ناسته کې، د اساسي قانون او د سزا د کود په ګډون، د هېواد تېر ټول قوانین ملغا اعلان کړل. دغه ډله یوازې د افغانستان د مخکیني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې د اساسي قانون ځیني برخې، چې د اسلام له اصولو سره په ټکر کې نه وي، د پلي کېدو وړ بولي. دغه قانون په ۱۳۰۱لمریزکال کې تصویب شوی و.

دا مهال د هېواد په شمال کې طالبان د بشري حقونو بنسټونو ته اجازه نه ورکوي چې له ښځینه زندانونو نه څارنه وکړي. د جمهوري نظام له سقوط وړاندې، په دغو درېیو ولایتونو کې د ښځو لپاره لږترلږه شپږ د امن کورونه په پام کې نیول شوي و. اوس مهال ټول دغه کورونه تړل شوي دي. روښانه نده هغه شمېر ښځې چې د طالبانو له زندانونو خوشې کیږي او پخپلو کورونو کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي، چېرته پناه یوسٍي.

سربېره پردې، پر ښځینه زندانیانو د جنسي تیري او دغه راز د فزیکي شکنجې د ادعا په اړه، د فاریاب، سمنګان او جوزجان سیمه ییز چارواکي تر دامهاله څه نه وایي؛ خو تل یې په مجرمینو د شرعي او اسلامي قوانینو پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

ددې ترڅنګ، د «واشنګټن اګزمینز» د خبري وب سایت د راپور پر بنسټ، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ښځو په منځ کې د وحشت رامنځته کولو لپاره له جنسي تیري او په زور ودولو نه کار اخیستی دی. ددغه خبري وب سایت په راپور کې، د دوو پیغلو نجونو ترخې کیسې خپرې شوي چې په وروستیو کې د طالبانو له بند نه په تېښتې بریالۍ شوې دي. د یوه سیار کلینیک همغږي کوونکې مېرمن، چې د یوه امریکايي بنسټ له لوري یې ملاتړ کیږي، ددغو دوو افغانو نجونو په اړه خواشینونکې کیسه کوي، چې هر شپه به د طالبانو د ځواکونو له لوري پرې جنسي تیری کیده. په دې راپور کې د هغوی لپاره مستعار نومونه (فرشته او انیسه) کارول شوي دي. دغه دوه نجونې د طالبانو له لوري له وهل ټکولو او برمته کولو وروسته، د جنسي تیري قرباني شوي دي.

ددغه راپور پربنسټ، فرشته له نن نه دوه نیمې میاشتې وړاندې په پروان ولایت کې، د طالب جګړه مارانو له لوري برمته شوه. د طالبانو یوه جګړه مار غوښتل له نوموړې سره واده وکړي، خو د نوموړې له مخالفت وروسته، څو شپې چې د طالبانو له جګړه مارانو سره په یوه کور کې زنداني وه، هره شپه به د طالبانو د څو تنو ځواکونو له لوري، پر نوموړې جنسي تیری کېده. نوموړې د هغې ښځې په مرسته چې په دې کور کې به یې پخلی کاوه، د طالبانو له اسارته، په تېښتې بریالۍ شوه.

دغه راز انیسه، چې د تېر کال د کب په میاشت کې، کاپیسا ولایت کې، د طالبانو د جګړه مارانو له لوري برمته شوه. انیسه چې ۲۰ ورځې د طالبانو له جګړه مارانو سره زنداني وه، څو ځلي پرې جنسي تیری شوی دی.

دغه دواړه نجونې، د درملنې لپاره وړیا سیار کلینیک ته تللې او دا مهال د امن په یوه کور کې ژوند کوي. دغه سیار کلینیک د «Flanders fields» بنسټ له لوري مالي ملاتړ کیږي. امریکايي خبري وب سایت، ددغه سیار کلینیک د همغږي کوونکې له خولې لیکلي دي چې فرشته او انیسه، د طالبانو له منګولو له تېښتې وروسته، د امیندوارۍ په لومړیو مرحلو کې دي. ۸صبح ورځپاڼه، په خپلواک ډول په پروان او کاپیسا ولایتونو کې دغه وروستۍ دوه پېښې نشي تاییدولای.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د تېرکال د وږي په ۱۵مه د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو عالي کمیسارۍ، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بشپړ راپور خپور کړ. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي راپورورکوونکي (ریچارد بنت)، په دې راپور کې د طالبانو له لوري د شکنجې او پخپل سر نیولو، ځورونې، صحرايي محکمو او د طالبانو د قوماندانانو کورونه په شخصي زندانونو بدلېدلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه راپور، د طالبانو د قوماندانانو په کورونو کې، د خصوصي زندانونو شتون ته پر اشارې سربېره، شکنجې او په غیرقانوني ډول وژنې یې هم تایید کړي دي. د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی راپورورکوونکی وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو  او د افغانستان د اساسي قانون له لمنځه تللو وروسته، «په دې هېواد کې هېڅ قانون نشته او د طالبانو هر یو غړی له اسلامي شریعته د خپل شخصي تعبیر او تفسیر له مخې، امر صادروي.»

ورته لیکنې

Back to top button