د رسنیو له کار څخه د بډوډو تر پلورلو؛ پاکستان کې افغان خبریالان د بېوزلۍ له امله د خپل بدن غړي پلوري

د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط سره د اطلاعاتو او رسنیو کار هم له پراخو ننګونو سره مخ شوی دی. د رسنیو ازادي او ازادو معلوماتو ته لاسرسی، چې د تېرو دوو لسیزو له مهمو لاسته راوړنو څخه وو، د دغې ډلې د واکمنۍ له امله له منځه ولاړل. د رسنیو کارکوونکي له مالي ستونزو او د ژوند له سختو ګواښونو سره مخ دي. د طالبانو د وېرې له امله ډېر شمېر خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د پاکستان او ايران په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي. دا مهال په پاکستان کې لسګونه خبریالان په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې د رسنیو یو شمېر کارکونکي د خپل بدن غړي وپلوري. په دې وروستیو کې د رسنیو دوو کارکونکو د ټولنیزو شبکو له لارې خپل بډوډي پلور ته وړاندې کړي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د رسنیو سلګونه کارکوونکي د نیول کېدو او وژل کېدو له وېرې له افغانستانه وتلي دي. د خبريالانو د ويستلو په بهير کې يو زيات شمېر خبريالان له هېواده وتلي او ټاکل شوي هېوادونو ته رسېدلي دي. په همدې حال کې لسګونه خبریالان ګاونډیو هېوادونو ته تللي ترڅو هغه هېوادونو ته ولاړ شي چې کډوال مني، خو اوس په پاکستان، ایران او ځینو ګاونډیو هېوادونو کې له هر ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په وروستۍ پېښه کې د سمیر جهش په نامه یوه خبریال د اقتصادي ستونزو له امله خپل بډوډۍ پلور ته ایښی.

له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلی جهش وايي، له تېرو ۱۶ میاشتو راهیسې پاکستان کې په خراب اقتصادي وضعیت کې دی او ناڅرګنده راتلونکی یې سره مخ دی. هغه خپل اقتصادي وضعیت د فیسبوک په یوه پوسټ کې تشریح کړی او په همدې خاطر یې خپل بډوډی خرڅلاو ته وړاندی کړی. د ښاغلي جهش دا پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شوی. دغه خبریال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «موږ په کور کې د خوراک ډوډۍ نلرو. زه په داسې یوه هیواد کې کډوال یم چې تر افغانستان بدتر دی. بله چاره نشته، زه غواړم خپل بډوډۍ وپلورم، که پېرودونکی پیدا شي.» هغه د دې پیغام په لیکلو سره د خپل تلیفون شمیره او عکس هم شریک کړی دی.

د رسنیو یو بل کارکوونکی چې څه موده وړاندې یې خپل بډوډی خرڅلاو ته وړاندی کړی وه یونس قاری زاده نومیږي. ښاغلی قاری زاده چې معلول هم دی، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:«د وضعیت په اړه به څه ووایم. زه په داسې حالت کې یم چې چمتو یم خپل بډوډی وپلورم. که څوک پیرودونکی پیدا شي، زه په خدمت کې یم.» ښاغلی قاری زاده زیاتوي چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط مخکې یې په سمنګان ولایت کې د «حقیقت راډیو او د سولې تلویزیون» کې کار کاوه او له همدې لارې به یې د ژوند لګښتونه پوره کول. هغه زیاتوي چې له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې له اقتصادي ستونزو او ناڅرګند راتلونکي سره لاس او ګریوان دی او پرته له دې چې خپل بډوډی خرڅ کړي بله لار نه لري.

يو بل خبريال چې په خورا ناامنه ولايت کې به يې په ډېرو سختو شرايطو کې د خلکو ستونزې او کړاوونه څرګندول، اوس د هغو کسانو له برخليک سره مخ شوي چې يو مهال يې د دوى غږ پورته کولو. جهانزیب ویسا په ارزګان ولایت کې د راډیویې خپرونو له نطاقانو څخه و. نوموړی له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

ښاغلی ویسا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو نیوکه کوي او زیاتوي چې دغه بنسټونه له خبریالانو سره د شخصي اړیکو له مخې له دغو کسانو سره مرسته کوي. هغه زیاتوي: «اقتصادي وضعه دومره خرابه ده چې د بیان وړ نه ده. هغه سازمانونه چې د ژورنالیستانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، د اړیکو او پیژندګلوی له مخې مرسته کوي. موږ څو ځله ایمیلونه وکړل، د مرستې غوښتنه مو وکړه، مګر موږ له دوی څخه کوم مثبت ځواب ترلاسه نه کړ. موږ د رواني ستونځو سره مخ یو. موږ نه پوهیږو چې له دې وروسته به څه کیږي.»

د جلاوطنو ژورنالیستانو کړاو او ستونزې د ټولو رسنیو د کارکونکو ګډ درد دی چې خپلې ورځې په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان کې په بد حالت او نامعلوم راتلونکي کې تیروي. دا خبریالان په ګوته کوي چې دوی نه د بیرته ستنیدو لار لري او نه د ښه سبا لپاره کومه هیله لري.

هدایت الله احدي یو بل خبریال دی چې د خپلې ادعا پر بنسټ په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې نوموړی وايي، چې د خبریال په توګه یې له خپلې دندې ټولې سپما خلاصه کړی اوس د «پورونو» په اخیستو ژوند کوي. ښاغلی احدي زیاتوي: «ټوله سپما چې ما کړې وه، مصرف شوې ده. له هغې وروسته زه په پور ژوند کوم. زه له شپږو څخه تر اتو میاشتو پورې بي ویزي پاتې شوم، له هغې وروسته ما خپله ویزه تمدید کړه. د ویزې د تمدید او غوښتنلیک او جریمې له مله می شاوخوا یو لک او پنځوس زره کلدارې ورکړې دي. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې دي. له موږ سره د موسسو لخوا مرسته نه ده شوې. خو موږ اورو چې یو شمېر موسسې له خبریالانو سره مرستې کوي، خو ما نه دي لیدلي او نه مې له رسنیو سره د مرسته کوونکو موسسو څخه مرست ترلاسه کړی ده.» هغه وايي چې څلور ماشومان لري او بېکاري او ناڅرګند راتلونکي يې ژوند ستونزمن کړى دى. د ښاغلي احدي په وینا په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د کور کرایه او د ژوند د نورو لومړنیو اړتیاوو بیه هم ډېره ګرانه ده.

په همدې حال کې افغان خبریالان چې دا مهال په پاکستان کې دي د اقتصادي او رواني ستونزو تر څنګ د نیول کیدو، شړلو او بیرته افغانستان ته په زور د ستنیدو له خطر سره مخامخ دي. په پېښور او کوټې ښارونو کې له وروستیو امنیتي ستونزو او ځانمرګو بریدونو وروسته د دغه هېواد پولیسو د کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ بیا پیل کړې ده. د دغه هیواد پولیسو تیره اونۍ څو تنه افغان اتباع ونیول. په دغو نیول شو یو کې یو افغان خبریال و چې د پاکستاني خبریالانو په همکارۍ له لنډ توقیف وروسته خوشې شو.

پر دې سربیره یو بل خبریال هم له یوې میاشتې راهیسې د پاکستان د پولیسو په توقیف کې دی. اسدالله سلطاني د روان کال د مرغومي مياشتې په لومړيو کې په حيدراباد ښار کې ونيول شو او تر اوسه يې د برخليک په اړه کره معلومات نشته. تر دې وړاندې د افغان خبریالانو ټولنې ویلي و چې ښاغلی سلطاني د دې ادارې عکاس و. د دغه نیول شوي خبریال کورنۍ د پاکستان له حکومته غواړي چې هغه ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

په پاکستان کې بې ځایه شوي افغان خبریالان د ناوړه اقتصادي، رواني او روحي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې طالبانو د رسنیو او بیان ازادۍ د ځپلو، له منځه وړلو او محدودیتونو د لګولو پالیسي جاري ساتلې ده. د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې هغه رسنۍ چې د طالبانو د رژیم نیمګړتیاوې له هېواده بهر خپروي او د ازادو رسنیو په توګه فعالیت کوي، په غیاب کې به محاکمه شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د رسنیو د خپرونو د څارنې مشر عبدالحق حماد وویل، د هغو رسنیو محاکمه چې له بهر څخه فعالیت کوي او د « نظام تخریب» لپاره کار کوي، ژر به خپله پریکړه اعلان کړي. حماد همداراز وويل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ٥٥ ټلوېزيونونه او ١٦٤ راډيوګانې فعاليت کوي. هغه د خبري سایټونو او چاپي خپرونو په اړه نوي احصایې نه دي وړاندې کړي.

طالبانو په داسې حال کې پر رسنیو د بندیزونو او سانسور سیاست پیل کړی، چې ورځ تر بلې پر رسنیو د دې ډلې بندیزونه پراخېږي. تر دې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و، چې طالبان پر یوه داسې پلان کار کوي، چې له مخې به یې د رسنیو له لارې د کومې ښځې غږ او تصویر نه خپرېږي. دغه راز دغې ډلې د روان کال د وري په مياشت کې په نيمروز ولايت کې رسنيو ته امر کړى و چې د دوى له اجازې پرته دې خپل پروګرامونه نه خپروي. همدا راز طالبانو په یوه جلا پېښه کې په غزني کې رسنیو او سیمه ییزو خبریالانو ته امر کړی چې د مظاهرو او لاریونونو پوښښ ونه کړي. د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د جمعې په ورځ د مرغومي په دويمه د غزني سيمه ييزو رسنيو او خبريالانو ته خبرداری ورکړی.

خو د طالبانو وياند او د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو پخواني مرستيال ذبيح الله مجاهد د رسنيو له مسوولينو او د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو سره په کتنه کې ادعا وکړه چې د جمهوري رياست د ډله ييزو رسنيو قانون د تطبيق وړ دى. خو د طالبانو د ادعاوو برعکس دوی د خبریالانو نیول، سانسور او پر رسنیو بندیزونه لګولي دي. د بې سرحده خبریالانو ټولنې په وروستۍ مورد کې اعلان وکړ چې طالبانو د افغان – فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي نیولی دی. د دغه سازمان په وینا ښاغلی بهبودي یوه میاشت وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوی او د «جاسوسۍ» په تور د دغې ډلې په زندان کې ساتل کېږي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د مرغومي په ۹مه د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې له ۲۵۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، د یو څو پېښو په استثنا سره د رسنیو د ازادۍ د سرغړونو عاملین طالبان وو.

پر دغو مواردو سربېره د رادیو او ټلویزیون د ښځو ټولنې له انټرنیوز سره په همکارۍ د شنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۲۸ مه د یوې سروې پایلې خپرې کړې چې پر اساس یې د طالبانو د واکمنۍ له مهاله د روان کال تر لړم میاشتې پورې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوې وې او ۴۰۰ خبریالان بی کاره شوي. تر دې مخکې د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف افغانستان د دی سازمان له غړیتوبه لرې کړی و. دغه بنسټ ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت له نړیوالو ژمنو سره سم نه دی.

واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ټولو هغو بنسټونو چې د رسنیو ملاتړ کوي، د اطلاعاتو د وضعیت او د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. څو میاشتې وړاندې د بې سرحده خبریالانو ټولنې یو راپور خپور کړی و چې پکې ویل شوي وو چې د ۱۴۰۰ کال د زمري تر ۲۴ نیټې وړاندې افغانستان ۵۴۷ رسنۍ درلودې، خو یو کال وروسته ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیتونه ودرول او د رسنیو ۱۱ زره ۸۵۷ کارکوونکو څخه د رسنیو ۷۶.۱۹ سلنه خپلې دندې له لاسه ورکړي.

ورته لیکنې

Back to top button