د ګالوپ سروې: د طالبانو له واکمنۍ سره د افغانستان د خلکو ژوند د تېرو لسو کلونو په پرتله خورا خراب شوی

۸صبح، کابل: د ګالوپ د سروې موسسې په ۲۰۲۲ کال کې د ژوند په اړه د نړۍ د ۱۴۲ هېوادونو د خلکو د احساساتو په اړه راپور خپور کړی.
په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷مه) خپور شو، په سروې کې د افغان ګډونوالو په حواله راغلي: «د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د خلکو ژوند په تېرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.»
د دې سروې ګډونوالو ټینګار کړی چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، دوی «له هیڅ شي خوند نه دی اخیستی، هیڅ نوي څه یې نه دي زده کړي، او ښه احساس یې نه درلود.»
د ګالوپ د سروې موسسې زیاته کړی:«۹۸ سلنه افغانانو خپل ژوند دومره بد تجربه کړی چې دوی یې له کړاو او بدبختۍ پرته بل څه نه دي ېدلي.»
په دې احساساتو کې اندیښنه، خپګان او مجبوریتونه شامل دي چې خلکو په خپل ژوند کې په یو کال کې د هغه څه په اړه تجربه کړي چې لدوي سره پیښ شوي.
د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې ۹۴ سلنه افغانانو، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، خپل ژوند یې «خورا بد» بللی و.
خو په ۲۰۲۲ کال کې، چې ۹۸ سلنه خلک د ناخوښۍ احساس کوي، افغانستان د ژوند په اړه د مثبتو احساساتو په لېست ترټولو ټيټې انذازې ته راښکته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د افغان ولس د وضعیت د خرابیدو په اړه نړیوال راپورونه «د بهرنیانو د تبلیغاتو» تر عنوان لاندې رد کړي دي.