د طالبانو د حکومتولۍ تشې، امریکا او ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د داعش چټکې ودې ته اندېښمن دي

طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې له نورو نړۍوالو او سیمه ییزو اورپکو او جهادي افراطي ډلو سره پوځي او تسلیحاتي راکړې ورکړې او ایډیالوژیک نېږدېوالی درلود. د دغو ډلو زرګونه جنګیالي د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو او د مخکیني افغان حکومت د وسله وال ځواک پر وړاندې جنګېدلي دي. د طالبانو لاس ته د افغانستان له سقوط وروسته، د مخکیني حکومت له زندانونو نه د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سلګونه جنګیالي خوشي شوي دي. د ملي مقاومت جبهې او د طالبانو نورو مخالفو سیاسي ډلو په ځلونو د نړۍوالو او سیمه ییزو ترهګرو پر خوندي پناه ځای د هېواد د بدلېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر ویلي دي، چې په افغانستان کې داعش د بهرنیو بریدونو د وړتیا تر موندلو پورې یوازې شپږ میاشتې واټن لري. که څه هم، طالبان په افغانستان کې د داعش له حضور او ویجاړونکو فعالیتونه نټه کوي، خو د داعش د خراسان څانګې جنګیالیو په تېرو دوو کلونو کې وخت پر وخت خپل ویجاړوونکي او خونړي عملیات ترسره کړي دي. په تازه پېښه کې داعش ډلې د بلخ لپاره د طالبانو پر والي داوود مزمل او په مزارشریف ښار کې د خبریالانو پر یوه غونډه د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر جنرال مايکل کوريلا د پنجشنبې په ورځ د کب پر ۲۵مه، د دغه هېواد د مشرانو جرګې په دفاعي کمېټه کې وويل چې په افغانستان کې داعش د بهرنیو بریدونو د وړتیا تر موندلو پورې یوازې شپږ میاشتې واټن لري. هغه په ​​دې وینا کې ټینګار کړی دی: «هغوی (داعش) کولای شي له کوم خبرداري پرته له شپږو میاشتو په کمه موده کې په بهر کې د امریکا یا لوېدیځ د ګټو پر ضد عملیات ترسره کړي.

امریکايي خبري اژانس فاکس نیوز رپوټ  ورکړی چې جنرال مایکل کوریلا د امریکا د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته ویلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه به تر راتلونکو شپږو میاشتو په اروپا او اسیا کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو وړتیا ولري. ښاغلي کوریلا ټینګار کړی دی، چې داعش به پر امریکا په مستقیم برید سره له زیاتو ستونزو سره مخ شي. هغه زیاته کړې ده، چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته په افغانستان کې د داعش پر ضد یوازې یو برید ترسره کړی، چې اعلان شوی دی. د فاکس نیوز د راپور له مخې، ښاغلي کوریلا له استماعیه غونډې وروسته د امریکا سنا جرګې ته د تړلو دروازو تر شا په یوه محرمه غونډه کې په افغانستان کې د داعش د ودې د څرنګوالي په تړاو نور جزئیات وړاندې کړي دي. دغه امریکايي قوماندان د امریکا له مشرانو جرګې غوښتي چې د داعش د ګواښ د کابو کولو لپاره نوره بودجه په پام کې ونیسي.

د سنټکام د قوماندان دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د امریکا استخباراتي ادارو د ۲۰۲۱م کال په اکټوبر میاشت کې ویلي وو، چې د داعش خراسان څانګه د شپږو میاشتو په موده کې پر امریکا د برید لپاره د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې ده. دا په داسې حال کې ده، چې  د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د تلې میاشتې په ۲۰مه، د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ د سند د خپرولو پر مهال ویلي وو، چې د دې سند له مخې به، افغانستان نور د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې د بریدونو د پلانولو لپاره  ترهګرو ته خوندي پناه ځای نه وي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې غبرګون

له دې سره سره، په افغانستان کښې د داعش د حضور په هکله د امریکا د پوځ د جګپوړي قوماندان خبرداری کومه نوې خبره نه ګڼل کیږي، ځکه تر دې وړاندې د طالبانو د رژیم مخالفو سیاسي ډلو او څېرو په وار وار د طالبانو تر بیرغ لاندې د افراطي ډلو د ودې په تړاو خبرداری ورکړی دی. د هغوی په وینا، په افغانستان کې د طالبانو حضور به دا هېواد د ترهګرو پر جنت بدل کړي. د ملي مقاومت جبهه چې عملاً  د طالبانو پر ضد جګړه کوي، پر دې باور ده، چې طالبان او داعش دواړه د سیمې او نړۍ امنیت ته ګډ ګواښ دی.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «داعش، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د خپلو کړنو له مخې د نړۍ لپاره یو بالقوه ګواښ دی او د خلکو پر ژوند د محدودیتونو د لګولو له پلوه د یوې سکې دوه مخه دي. هغه افراطیت چې د داعش په اډانه کې وده کوي، ورته هغه د طالبانو په غېږ کې روزل شوي دی. خو له طالبانو سره د ځینو هېوادونو تعامل د دغې ترهګرې ډلې پر بل اړخ سیور غوړولی دی.»

د ملي مقاومت جبهې ویاند زیاتوي: «عملاً  ټولو ترهګرو ډلو له افغانستانه بهر د عملیاتو ځواک ترلاسه کړی دی. هغوی هم هماغه اسانتیاوې لري چې طالبان یې لري؛ هغوی روزنیز مرکزونه لري، پرمختللې وسلې او پوځي تجهیزات یې ترلاسه کړي، په ازاده توګه ګرځي، پریکړې کوي او له پولې اخوا یې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره عملي وړتیاوې ترلاسه کړي دي.»

ښاغلی احمدي دغه راز څرګندوي، چې داعش ډله په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال «نهیلې او ناکامه» شوې وه، خو د طالبانو په واکمنېدو سره یې مرال اخیستی او بیا یې سر راپورته کړی دی. د هغه په ​​وينا، نورې ترهګرې ډلې هم له طالبانو سره په تعامل او همکارۍ په افغانستان کې په بېلابېلو نومونو فعاليت کوي.

د ملي مقاومت جبهې ویاند زیاتوي: «د طالبانو ډېری مشران د داعش د پخواني مشر ابوبکر بغدادي په څېر فکر او باور لري. د دغو ټولو ډلو فکر دا دی چې د مډرنو هېوادونو او ارزښتونو پر وړاندې وجنګېږي. طالبان له نړۍ سره د جګړې لپاره د داعش او ورته ډلو له مشرانو سره په تماس کې دي او عملاً داعش په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې وده کړې او دا ډله ترې ګټه پورته کوي.

 

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د داعش بریدونه

د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ګڼو ځانمرګو بریدونو او چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د لېږد د بهیر پر مهال کابل پر هوايي ډګر برید، په کندز، کابل او کندهار کې پر لمونځ کوونکو برید، د طالبانو د بهرنیو چارو پر وزارت برید، په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید، د روسیې پر سفارت برید او په پلازمینه کې د چینایانو پر استوګنځي برید د طالبانو د څه کم دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د دې ډلې د پاموړ بریدونه دي. د طالبانو د رژیم له راتګ مخکې هم داعش ډلې په ځلونو په افغانستان کې د هغو ترهګریزو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی چې د سلګونو کسانو د وژل کېدو لامل شوي دي. د کابل ښار په لویدیځ کې د واده پر یوه هوټل ځانمرګی برید د جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې د داعش د ځانمرګو بریدونو یوه ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د داعش وروستي بریدونه

له دې ټولو سره سره، هغه وروستی برید چې داعش یې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان پر کلتوري مرکز برید دی. د راپوټونو له مخې، د کب په ٢١مه، د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې په اړوند سیمه کې د تبيان په کلتوري مرکز کې د خبريالانو د ستاينې د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. طالبانو اعلان کړی، چې په دې برید کې د تبیان کلتوري مرکز یوازې یو ساتونکی وژل شوی او د درېیو ماشومانو په ګډون اته تنه ټپیان شوي، خو د تبیان مرکز اعلان کړی، چې په دې چاودنه دوه تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د دې چاودنې ډېری ټپیان خبریالان دي. د داعش خراسان څانګې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

تردې  وړاندې د بلخ لپاره د طالبانو والي او د افغانستان په سوېل کې د دې ډلې یو جګپوړی قوماندان داوود مزمل د پنجشنبې په ورځ د کب په ۱۸مه، په خپل دفتر کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د داعش اړوند اعماق خبري سایټ اعلان وکړ چې د طالبانو والي د عبدالحق خراساني په نوم د دغې ډلې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا وژل شوی دی.

تر دې وړاندې داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ د کب په ۱۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هرات د اوبو رسونې ریاست د کارکوونکو پر موټر د برید پړه پر غاړه اخیستې وه. په دې بريد کې د دغې ادارې د رييس په ګډون درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له ځانمرګي برید وروسته، د چهارشنبې په ورځ، د مرغومې په ۲۱مه، د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست. په دغه ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول. داعش ډلې د خپلو بریدونو په لړ کې په کابل کې د طالبانو د پوځي هوايي ډګر د دروازې مخې ته د ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا يې کړې چې په دې پېښه کې ٥٠ طالبان وژل شوي او ټپيان دي.

د داعش خراسان څانګې د روان کال د مرغومې په پنځمه، په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر امنیه قومندان مولوي عبدالحق عمر د یوه ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست. خو په بدخشان کې ځینو سرچینو ۸صبح ته ویلي، چې مولوي عبدالحق عمر د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو په پایله کې وژل شوی دی.

په کابل کې د چینايانو استوګنځای هم د داعش د ترهګریزو بریدونو یوه بله موخه ګڼل کېږي. دغې ډلې د روان کال د لیندۍ په۲۱مه، په کابل کې د چینايانو پر یوه مېلمستون برید وکړ. داعش د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه، چې په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي؛ خو د ايمرجنسي روغتون مسوولانو وویل، چې دغه روغتون ته درې مړي او ١٨ ټپيان لېږدول شوي دي.

دغه راز داعش د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید پړه پر غاړه واخیسته. دغې ډلې وویل، چې د پاکستان پر سفیر او ساتونکو یې ډزې کړې دي. په دې توګه داعش له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بېلابېل ملکي ځایونه او د طالبانو تر ولکې لاندې بنسټونه په نښه کړي دي. د شنبې په ورځ، د لړم۷ مه دغې ډلې یوه ویډيو خپره کړه، چې په هرات کې د طالبانو د الفاروق قول اردو پر کارکوونکو برید ښيي. په هغه برید کې پنځه تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول. داعش ډله دغه راز کله ناکله په طالبانو پورې اړوند د هغو مخورو کسانو د وژلو پړه پر غاړه اخلي، چې تر ډيره د خپل منځي اختلافاتو له امله وژل کیږي. د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۰مه، په داعش ډلې پورې اړوند اعماق وېبپاڼې د حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي مولوي رحیم الله حقاني د وژلو پړه پر غاړه واخیسته.

جوماتونه او لمونځ کوونکي په تېرو ۱۹ میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو نور اهداف وو. دغې ډلې د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸مه، په کابل کې د هندوانو پر عبادت ځای برید وکړ. په هغه برید کې یو افغان هندو او یو طالب جنګیالی ووژل شو او اووه نور ټپیان شول.

د شیعه ګانو پر جوماتونو او غونډو وژونکي بریدونه په افغانستان کې د داعش یوه بله موخه ده. د ۱۴۰۰ کال د تلې  په ۱۶مه، داعش جنګیالیو د کندز په سیداباد کې په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ. د هغه برید په پایله کې تر ۵۰ زیات شیعه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپیان شول. رپوټونه وايي، چې د دغې خونړۍ پېښې مرګ ژوبله ترهغې ډېره ده، چې طالبانو اعلان کړې ده. د کندز یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د دغه برید په پایله کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي. داعش د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې ځانمرګی بریدګر «محمد اویغوري» نومیده.

په کندز کې پر شیعه لمونځ کوونکو له برید یوه اوونۍ وروسته داعش ډلې د یوه بل هغه برید مسوولیت ومانه و، چې له امله یې ۶۸ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول. دغه برید هم د کندهار ولایت د شیعه ګانو په امام بارګاه جومات کې د لمانځه پر مهال وشو. داعش یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل، چې د دې ډلې دوو جنګیالیو لومړی د جومات ساتونکي په ډزو وژلي او بیا یې د لمونځ کوونکو په منځ کې خپل چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

دا هر څه په داسې حال کې دي، چې د روان لمریز کال په یوازې دوو میاشتو او اووه ورځو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو په پایله کې ۹۶ کسان وژل شوي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، د تلې او لیندۍ په میاشتو کې د داعش د بریدونو له امله ۹۶ کسان وژل شوي دي. په دې منځ کې ۷۳ ملکي وګړي او ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۴۱ ملکي وګړي او ۲۱ طالبان ټپیان شوي دي.

د کابل په لوېديځ کې د دشت برچي سيمه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ځلونو د خونړيو ځانمرګو بريدونو شاهده وه. په دغو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، د ۱۴۰۰کال په زمري میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو  راهیسې بیا د روان کال تر وږي میاشتې پورې داعش پر هزاره وګړو د ۱۳ مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دغه راز داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ځانمرګی یې د «وقاص مهاجر» په نوم یاد کړی دی. پر دې سربېره داعش د لسګونو نورو هغو کوچنیو او لویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی چې په افغانستان کې یې سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې د داعش د حضور په تړاو د سازمانونو او هېوادونو لیدلوری

د روسیې ټاس خبري اژانس د ګډ امنیتی تړون د ځواکونو د مشر اناتولي سیدروف له خولې ویلي، چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د داعش ۴۰۰۰ جنګیالي ځای پر ځای شوي دي. د روسیې د خبري اژانس د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ تنو ته لوړ شوی چې ډېری یې د افغانستان د شمال ختیځ  په بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې ځای پرځای شوي دي. بلخوا، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ د۲۰۲۳میلادي کال د جنورۍ په۲۰مه، د روسیې له ۲۴ تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ادعا کړې چې انګلو ساکسونان د طالبانو له وسله والو مخالفانو سره په تماس کې دي او په پټه د داعش د ترهګرې ډلې ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د داعش د حضور په تړاو د روسي چارواکو د دريځ تر څنګ، د افغانستان لپاره د بريتانيا د سفارت شارژدافير هوګو شارټر، د خپل ماموريت په پاى کې په دغه هېواد کې د داعش د بيا احیا کېدو د خطر په تړاو خبر داری ورکړ. نوموړي دغه مسأله د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۲، پر خپلې ټوېټر پاڼې مطرح کړه. تر ده وړاندې د امریکا د ملي استخباراتو شورا وړاندوینه کړې وه، چې د داعش خراسان څانګه به لوېدیځ، سیمې او طالبانو ته تر ټولو جدي ګواښ وي. خو د القاعده شبکه اوږدمهالې بیارغونې ته اړتیا لري.

د لویو قدرتونو د رسمي دریځونو ترڅنګ یو شمېر لوېدیځو رسنیو هم په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه ګڼ رپوټونه خپاره کړي دي. د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، داعش د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشې د ۱۴۰۱کال تر زمري میاشتې پورې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲۴ واړه او لوی بریدونه کړي دي. دغې رسنۍ دغه شمېرې د SITE اطلاعاتي ډلې په حواله، چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري، وړاندې کړې دي. دغه راز د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۸مه، د ملګرو ملتونو د «د شننې د ملاتړ او د بندیزونو څارونکې ډلې» په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو پراخ فعالیت خبر ورکړ. د دې ډلې د غړو د څرګندونو له مخې، د داعش ډله او القاعده شبکه هڅه کوي چې له بهرنیو ځواکونو پاتې بې پیلوټه الوتکې او نور پرمختللي پوځي تجهیزات ترلاسه کړي. بلخوا د جګړې د مطالعاتو انسټېټیوټ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولې په ۱۱مه ویلي دي، چې داعش د طالبانو د کمزوري کولو او په نړۍواله کچه د بریدونو د ترسراوي په برخه کې د خپلې وړتیا د ښودلو په پار د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه زیات کړي.

د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د داعش ګټه اخیستنه

د تاجکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه ښودلې ده. خو طالبان په پرلپسې توګه ادعا کوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي. د یکشنبې په ورځ، د غويي په ۱۸مه د داعش اړوند اعماق وېبپاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې د افغانستان له تخار ولایته یې د تاجکستان په خاوره کې پر پوځي اهدافو توغندیز بریدونه بریدونه کړي دي.

ازبکستان د افغانستان بل ګاونډی دی چې له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري. دغه هېواد تر دې مخکې هم څو ځلې د طالب مشرانو کوربتوب کړی او د جګپوړو طالب چارواکو په حضور سره د یوې نړۍوالې غونډې کوربه و. د یو کال په لړ کې کې له افغانستانه پر دغه هیواد درې ځلي توغندیز بریدونه شوي دي. داعش د روان کال د وري په ۲۹مه، د ازبکستان پر سوداګریز ښار د توغندیز برید مسوولیت په غاړه واخیست.

بلخوا، د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، د افغانستان له خاورې پر ازبکستان درې ځلي توغندیز بریدونه شوي دي. لومړی برید د دوشنبې په ورځ د وري په ۲۹مه، وشو. په دغه برید کې د حیرتان بندر د سوداګریز ښارګوټي د «سرچاه» له سیمې د ازبیکستان پر خاوره ۱۰ کاتیوشا ډوله توغندي وتوغول شول. د افغانستان له خاورې پر ازبکستان دویم توغندیز برید د روان کال د چنګاښ په ۱۴مه، وشو. په هغه بريد کې د افغانستان له خاورې د ازبکستان د سرخان دریا ولایت پر مجنون تال سیمه پنځه توغندي وتوغول شول. دریم برید د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه ترسره شو.

دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې طالبان غواړي د داعش په غټ ښودلو سره  له امریکا او نورو سترو قدرتونو امتیاز واخلي. په داسې حال کې چې د هغوی په وینا، داعش د دغې ډلې له حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري. د بي بي سي فارسي امنیتي خبریال فرانک ګاډنر وايي: «د خراسان ولایت ډله له حقاني شبکې سره ټینګې اړیکې لري چې په خپل وار سره له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.» له دې ټولو سره سره، طالبان ادعا کوي چې د دې ډلې کسان د افغانستان پر خاوره بشپړ کنټرول لري او داعش ډله د افغانستان په خاوره کې فزیکي حضور نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button