هرات کې د ګاز ډبې چاودنه؛ یو تن مړ او درې نور ټپیان شول

۸صبح، هرات: هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه د ماښام ۵:۱۰ بجې د دغه ولایت په ګلانو چوک کې د ګاز یوه ډبه چاودلې ده.
د سرچینو په وینا د دې پېښې له امله یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.