د طالبانو او په افغانستان کې د دې ډلې د چلند پر وړاندې د نړۍله ګونګو او څو اړخیزو تګلارو سره سره، د دې ډلې جنسیتياپارټایډ رژیم ابهام نه لري او ډېر لږ خلک یې بابېزه ګڼلای شي. دامسأله په نننۍ نړۍ کې دومره متضاد ده چې د دې ډلې خورا سر سخته لابیان یې نشي توجیه کولای. له افغان ښځو سره د طالبانوتبعیضي او ځپونکی چلند له اوږدې مودې راهیسې د دغې ډلې پرضد د اعتراضونو او د هغې د تګلارو پر وړاندې د میلیونونو خلکود غوسې لامل شوی دی. په وروستۍ مورد کې د دغو اعتراضونوغږ د ملګرو ملتو په دهلیزونو کې ازانګې وکړې او د دې ظالمانهتګلارې پر وړاندې چې د ټولنې د تر ټولو زیانمنونکې برخې میلیونونه تنه یې په نښه کړې دي، د مبارزې پر اړتیا ټینګار وشو.
مدني اعتراضونه اړین دي، خو کافي نه دي. زورواکې ډلې مدنياعتراضونو ته ارزښت نه ورکوي. تاریخ ددې واقعیت شاهد دی، پهتېره بیا هغه واکمنې دستګاه وې چې د وسلو او تاوتریخوالي پهزور پر خلکو واکمنې شوې دي، نه د مدني اعتراضونو له ژبې سرهاشنا دي او نه اهمیت ورکوي.
البته، دا په دې مانا نه ده، چې یو څوک باید اعتراض ونه کړي،بلکې دا په دې مانا ده چې د لاریونونو لمن باید لا پراخه او بڼې یېمتنوع شي او تر ټولو مهمه دا چې باید د داسې کړنلارو لامل شي چې د بدلون سبب وګرځي. لکه څنګه چې طالبانو د ټولنې تر ټولوزیان منونکې پاړکی په نښه کړی، اعتراضونه باید د طالبانو د کارتر ټولو زیان منونکې برخه په نښه کړي. طالبان نه د خلکو رضایتته اهمیت ورکوي او نه یې هم نړیوال مشروعیت لومړیتوب دی. هغهڅه چې د دې ډلې لپاره مهم دي، هغه پیسې او ګټې دي چې لهاوسنيو شرایطو یې ترلاسه کوي.
اعتراضونه باید د دې ډلې حیاتي شریان په نښه کړي او هغه پردې ډلې د مالي بندیز لپاره په ملګرو ملتونو کې د یوې لایحې وړاندې کېدل دي. داسې واکمنۍ ته باید پیسې ورنه کړل شيچې په سیستماتیک ډول خپل ښارونډیان تر فشار لاندې راولي او دبشري حقونو او د ښځو د حقونو له ټولو نړیوالو کنوانسیونونوسرغړونه کوي. له داسې رژیم سره باید د څو میلیون ډالريکڅوړو د ورکړې له لارې مرسته ونشي څو د خلکو په ځپلو اوشکنجه کولو کې نور خلاص لاس ولري او په ډېرې زړورتیا سرهعمل وکړي. څومره چې دغې ډلې ته پیسې ورکول کیږي، هغومرهځپلو ته هڅول کیږي. د افغانستان خلک پوښتي، چې موږ د نوروهېوادونو په حق کې کوم داسې بد کار کړی دی چې زموږ د ځپلولپاره پیسې ولېږي؟ دا پوښتنه باید د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په غونډو کې د دې هېواد د مظلومو خلکو له خوا مطرح شياو له ښکېلو هېوادونو یې ځواب وغوښتل شي. که لاریونونه پلان شوي او دقیق نه وي او د افغان ښځو له وضعیته د ناخوښۍ او ددغه عمل د غندلو په اړه په یو څو عامو جملو پورې محدودې وچېاو تشې بیانیې اکتفا وشي، دومره ډېر اغېز به ونه لري. او پهافغانستان کې به په کورونو کې د میلیونونو بندي کړای شویو ښځودرد دوا نه کړي.