جرمني مرسته کوونکو له افغانستان سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د جرمني د غیردولتی موسسو ټولنه (VENRO)، چې د بشري مرستو او پراختیایی پالیسیو په برخه کې کار کوي د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې له اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

نړيوالو رسنيو پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۴ د جرمني په پلازمېنه برلين کې د دې ټولنې د مشر ماټيس موګي له قوله خبر ورکړى، چې ښايي د روان کال په ژمي کې په افغانستان کې بشري ناورين نور هم سخت شي.

موګي، چې د جرمني د «نړۍ له لوږې سره د مرستې» سازمان عمومي منشي هم دی زیاته کړې یې ده: «جرمني باید خپلې بشري مرستې پراخې کړي او د لومړنیو طبي او روزنیزو خدمتونو په برخه کې هڅې وکړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې دغو مرستو ته د ښځو او نجونو لاسرسی باید د یوه شرط په توګه وټاکل شي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره په هېواد کې د بېوزلۍ ګراف لوړ شوی دی.

مرستندویه سازمانونو او د نړۍ هېوادونو تل په هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button