جرمني له افغانستان سره د مرستې لپاره ۹۰ میلیونه یورو په پام کې نیولي دي

۸صبح، کابل: جرمني له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په موخه د نوي میلیونه یورو د بېلولو خبر ورکړی دی.
په برلین او دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفارت چهارشنبې د نومبر په ۲۳مه د یوه ټويټ په خپرولو سره لیکلي: «په افغانستان کې ناوړه انساني وضعیت ته په پام سره، جرمني ۹۰ میلیونه یورو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ورزیاتې کړې دي.»
د افغانستان لپاره د جرمني سفارت زیاته کړې چې دا مرستې بلاعوضه دي او د خوړو د نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام له خوا به اجرا شي.
د افغانستان لپاره د جرمني سفارت همداراز ویلي چې دا هېواد د طالبانو له خوا له بشري حقونو په تېره بیا د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو سرغړونه غندي.
د دغه سفارت په وینا، په روان کال کې د افغانستان لپاره د جرمني ټولې وړاندې شوې مرستې ۳۳۱ میلیونه یورو ته رسېدلې چې د ملګروملتونو سازمان، سره صلیب او نادولتي سازمانونو له خوا اجرا شوې دي.
د خپرو شویو ټویټونو له مخې، جرمني په روان کال کې د روغتیا، زده کړو او خوراکي خوندیتوب په برخو کې د ملګروملتونو سازمان او نادولتي بنسټونو له لوري ۱۸۷ میلیونه نور یورو په افغانستان کې لګولي دي.