آلمان راتلونکې اوونۍ کې د افغانستان د ګواښ لاندې وګړو د منلو او لېږلو بهیر بیا پیلوي

۸صبح، کابل: د آلمان دولت پرېکړه کړې ده چې د هغو افغانانو د منلو او لېږلو بهیر چې تر ګواښ لاندې دي بیا پیلوي.

دویچوله د جمعې په ورځ د چنګاښ په دوهمه د آلمان د بهرنیو چاروز وزارت له خولې، راپور ورکړی چې دغه بهیر له څو مېاشتو درېدلو وروسته راتلونکې اونۍ د (د جون په ۲۶مه) بیاځلي پیلېږي.

ددغه پروګرام پر بنسټ ټاکل شوې ده هره مېاشت زر تنه تر ګواښ لاندې هېوادوال آلمان ته ولېږدول شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دغه پروګرام هره مېاشت پراخیږي ترڅو په دې برخه کې دغه وزارت خپلې ټاکل شوې موخې ته ورسیږي.

افغانستان کې د آلمان د سیمه ییزو کارکوونکو او ددغه هېواد زیانمن شوي وګړو د لېږد بهیر د طالبانو له بیاراتګ وروسته، د روان کال د وري په مېاشت کې درول شوی و.

ورته لیکنې

Back to top button