ننګرهار کې په کښتیو کې له سینده پورې وتل، شوق دی او که اړتیا؟ تازه لس تنه اوبو کې ډوب شوي

زمان سهیل

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سیمه کې د کابلي – کونړي سیند نه د پورې وتلو پرمهال د کښتۍ مزې شلېدلو پېښه کې لس کسان اوبو وړي.

په یاده سیمه کې دواړه سیندونه سره یو ځای کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، یو ماشوم ژوندی او یو ډاکټر او د یوې کورنۍ د دوو نورو ماشومانو جسدونه موندل شوي او د یوې ښځې په ګډون د شپږو کسانو جسدونه لا هم د سیند څپو کې ورک دي.

خوږیانی زياتوي: «هڅې روانې دي، لامبووهونکي هڅه کوي څو د پاتې کسانو جسدونه هم پيدا کړي».

د همدې روانې غبرګولي میاشتې لومړیو کې د مومندرۍ ولسوالۍ اړوند بېلې سیمه کې هم کښتۍ سیند کې ډوبه شوې وه، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۰ تنه اوبو کې ډوب شوي ؤ.

هغه مهال سم له واره جال اچوونکو او لامبو وهوونکو ټول کسان ژوندي ژغورلي ؤ.

د ننګرهار بهسود، بټي کوټ، کامې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو اړوند او د کونړ په نورګل او يو شمېر نورو سیمو کې خلک له سینده په کېبلي کښتیو کې اوړي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، دا ټولې کښتۍ شخصي دي او حکومت ورسره هېڅ راز تړاو نه لري.

له سینده په کېبلي کښتیو کې اوښتل، شوق دی که اړتیا؟

ننګرهار کې مېشت ژورنالېست او د بهسودو اوسېدوونکي باز عابد ۸صبح سره په خبرو کې وويل: «دا شوق نه دی، خو اوس وخت کې دومره شدیده اړتیا هم نه ده، ځکه ټولو ولسوالیو ته سرکونه جوړ دي، خلک دې لږه هڅه وګالي او په لویو لارو دې لاړ شي».

عابد زياتوي، د بهسودو د سراچې پل نه تر لعلپورې پورې یې ليدلي، چې څلور یا پنځه ځایه خلک په جالو او یا هم کېبلي کښتیو کې له سینده اوړي.

هغه څرګنده کړه: «د حکومت مسؤلیت خو دا دی، چې باید اساسي پلونه جوړ کړي، اوس وخت کې د بهسودو له پل نه تر لعلپورې پورې یوازې همدا دوه پلونه دي. پکار ده، منځ منځ کې د لارو لنډون لپاره نور پلونه هم جوړ شي».

ويل کېږي چې حکومت تر اوسه د نورو پلونو رغولو لپاره کوم پلان او طرحه نه لري.

د موسمونو د وېش له مخې هر مهال په کابلي او کونړي سیند کې د اوړي او مني پرمهال اوبه زیاتېږي، چې ان د خلکو ځمکې هم وړي.

ورته لیکنې

Back to top button