غني د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ وکړ

۸صبح، کابل: پخواني ولسمشر محمداشرف غني په خپل تازه پیغام کې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ کړی دی.

غني دغه پیغام نن د دوشنبې پر ورځ د تلې پر پنځه خپور کړی او ویلي دي، نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان د ملت څخه لري شي، باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه ازاده او په رسمیت یې وپېژني.

غني ویلي، چې زموږ پخوانۍ کابینه یوه سلنه واک هم نه لري، خو لاهم په نړۍ کې ځینو هیوادونو پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په هیواد کې د نوي بحران د رامنځته کولو لپاره هڅوي.

د نوموړي په خبره، دا کسان د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولای.

تمه ده چې د غني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

غني ویلي، غلام محمد اسحاقزی په داسي حال کې د ملګرو ملتونو غونډي ته وینا کوي، چې تر شا یې هیڅ حکومت او ولسي ملاتړ شتون نه لري.

پخواني ولسمشر په دغه پیغام کې زیاته کړې، نړیوال باید درک کړي که سوکاله او امن افغانستان غواړي، نو دوې ته دې د دوستۍ لاس ورکړي؛ په دښمني یې تر خپل اغیز لاندي نه شي راوستلای، لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې ورته تجربه شول.

نوموړي د خپل پیغام په وروستۍ برخه کې ویلي، کېدای شي زما د نظریاتو سره زما ځیني دوستان موافق نه وي، خو زه تاسي ته معلوم یم، چې سپیني خبري کوم. غني زیاته کړې، نن چې ښاغلی اسحاق زی زما یا د افغانستان په استازیتوب خبري کوي، د شرم احساس کوم.

محمداشرف غني په وار وار ټینګار کړی و چې د طالبانو پر وړاندې به جنګېږي او تر وروستي وخت پورې به کابل کې پاتېږي. نوموړی له هغه وروسته له هېواده لاړ، چې د زمري پر ۲۴ طالبان د کابل دروازو ته راورسېدل. نوموړی په متحده عربي اماراتو کې ميشت دی.

همدا څو ورځې وړاندې د غني حکومت د امنیت شورا مرستیال سرور احمدزي ویلي، چې نوموړی د افغانستان ولسمشر دی.

ورته لیکنې

Back to top button