۸صبح، هرات: د هرات په پوهنتون کې د نجونو د اعتراض له پيل وروسته طالبان هڅه کوي ترڅو په هوایي ډزو د اعتراض کوونکو مخه ونیسي.
هرات کې نجونو زده کړیالانو یکشنبه سهار د تلې پر لسمه نېټه د هغه څه په غبرګون کې، چې د هزاره وو نسل وژنه یې بولي او هم د نجونو د زده کړو حق د تامین لپاره اعتراض کړی دی.
هرات کې سرچینې وایي، چې طالبانو اعتراض کوونکو ته نږدې هوایي ډزې کړې دي ترڅو د اعتراض له دوام څخه مخنیوی وکړي.
په دې لړ کې یوه اعتراض کوونکې وایي، چې د طالبانو له ډزو سره سره اعتراضونه لا هم دوام لري.
طالبانو تېره ورځ د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې د اعتراض کوونکو نجونو او هلکانو مخه نیولې ده.
پر کاج ښوونیز مرکز برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.