په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزل په دې وروستیو کې په کابل کې د لویدیځو هېوادونو د سفارتونو د پرانېستو غوښتنه کړې ده. د هغه په باور د طالبانو د رژیم په رسميت نه پېژندل په کابل کې د سفارتونو د نه پرانېستل کېدو لامل نه شي کېدای. د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستيال دغه څرګندونې د هېوادوالو، سیاسي کارپوهانو او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي. یو شمېر سیاسي څېرې د پوټزل له دې طرحې سره مخالف دي او وايي، چې یو شمېر لوېديځې څېرې د طالبانو د سپینولو په لټه کې دي. دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له دې ډلې سره د تعامل پر ځای له طالبانو سره خپلې اړیکې او همکاري پای ته ورسوي.
یو شمېر هېوادوال په هېواد کې د لوېدېځو هېوادونو د سفارتونو پرانېستل طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا بولي او پر طالبانو د جدي فشار اچولو غوښتنه کوي. د کابل ښار یو اوسېدونکي نصیر احمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبانو په افغانستان کې د انسانانو ټول لومړني حقونه سلب کړي او که سفارتونه پرانېستل شي، طالبانو ته به په یو ډول مشروعیت ورکړل شي او موږ د دغه کار مخالف یو. »
د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې سحر هجران وايي: « هېوادونه پر ځای د دې چې پر طالبانو جدي فشار راولي څو د د دې ډلې د ښځو ضد اقداماتو مخه ونيسي، طالبانو ته مشروعیت ورکوي. په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو ټول حقوق تر پښو لاندې کړي دي. کله ناکله چې د هغو هیوادونو او سازمانونو څرګندونې اورم چې ځانونه د بشري حقونو مدافعان ګڼي، ډیره نهيلی شم . زه فکر کوم چې په افغانستان کې به دا حالت تر پايه پورې پاتې شي.»
خو د سیاسي شنونکي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستيال د وروستیو څرګندونو په تړاو بېلابېل نظرونه لري. یو شمېر دغه شنونکي د مارکس پوتزل وروستۍ خبرې «غیر منطقي او له افغانانو سره خیانت» بولي. خو ځینې بیا په دې باور دي چې د لوېدېځو هېوادونو د سفارتونو پرانېستل د دغو هېوادونو د استخباراتي ادارو د فعالېدو په معنا دي او هغوی په دې توګه چې د طالبانو جنایتونه له نږدې څارلای شي.
د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو شنونکي ویس ناصري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د ښاغلي پوټزل غوښتنه غیر منطقي ده. پر طالبانو باید بندیزونه ولګول شي او پر دې ډلې باید نور فشارونه واچول شي. هغه سیاسي استازولۍ چې اوس په افغانستان کې فعالې دي هم باید وتړل شي او له طالبانو سره باید هیڅ ډول اړیکې ونه نیول شي او تعامل ورسره ونه شي، څو طالبان پر دې پوه شي چې دغه ډله نه یوازې دا چې له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري، بلکې هیڅ ډول مرستې هم نه ترلاسه کوي. خو امریکا په غیر مستقیم ډول هره اونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالر ورکوي او د قطر له لارې یې ملاتړ کوي. که دا بهیر دوام وکړي، د طالبانو په سیاست او نظام کې به هیڅ بدلون را نه شي.»
د نړیوالو چارو دغه شنونکی زیاتوي: « هغه دوه مخی سياست چې په افغانستان کې د یوناما او یو شمېر هېوادونو د استازوليو له لوري مخته بېول کيږي، د افغانانو په زیان او له دغو خلکو سره خیانت دی. له بده مرغه افغانستان د رقابتي او نیابتي جګړې ډګر دی او که یو هېواد پر طالبانو بندیزونه ولګوي، بل هېواد یې ملاتړ کوي او دا تګلاره خامخا د طالبانو په ګټه ده.»
خو دسیاسي چارو يو شمېر شنونکي بيا په دې باور دي، چې په افغانستان کې د هېوادونو د سفارتونو پرانیستل د افغانانو په ګټه دي. ځکه د دوی په وینا، د هېوادونو ډیپلوماټان د طالبانو ناوړه اقدامات له نږدې څارلای شي او دا کار د افغانانو په ګټه دی. د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «هغه څه چې یوناما ویلي موخه یې د طالبانو په رسمیت پیژندل نه دي او په افغانستان کې د سفارتونو پرانېستل د دې ډلې د په رسميت پیژندلو مانا نه لري. موخه دا ده چې په کابل کې د سفارتونو استخباراتي او ډیپلوماټیک سیستم فعال شي، څو پر هغه څه چې طالبان يې ترسره کوي، ټول خبر شي او څارنه پرې ولري، دا یو ډول استخباراتي کمپاین دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ د مرغومې پر ۴مه، د یوناما مرستیال له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې ګټې لري او غوره ده، چې د دغه هېواد د وضعیت د څارنې لپاره په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي. د یوناما مرستیال مارکس پوټزل په خپله مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو د په رسميت نه پېژندلو مساله د هېوادونو د سفارتونو د نه پرانیستلو لپاره پلمه نه شي ګرځیدلای. هغه ويلي: « زما غوښتنه دا ده چې لويديځ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي. کله چې دلته ياست وضعیت په ښه توګه ارزولای شئ. له دوحې یا برلینه د دغه کار ترسره کول ګران دي. جرمني او نور لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې ګټې لري، دا باید هیر ه نه کړو.»
ښاغلي پوټزل زیاته کړې، سره له دې چې که طالبان له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړي، بياهم اړتيا ده، چې په افغانستان د هېوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ فعاليت ولري. نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې ټینګار کړی، چې داعش د افغانستان او د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو د امنیت لپاره ګډ ګواښ دی. د هغه په وينا، په افغانستان کې د هېوادونو د ډيپلوماټانو فعال حضور په دې برخه کې اغېزناک تمامېداى شي.
بلخوا، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بیرته پرانیستلو په تړاو د یوناما د مرستیال د څرګندونو هرکلی کړی دی. د طالبانو د ډلې د ویاند مرستیال بلال کریمي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي :«په دې برخه کې باید ووایم چې هو، دا یو ښه ګام دی او د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې به ډېر اغېزناک او ګټور وي. او هر ګام چې واټن له منځه وړي او د مسايلو حل ته لاره پرانېزي، بايد تعقيب شي.»
یو شمېر سیاسي څېرو هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستيال له څرګندونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په د لوېدېځو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانېستلو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستال غوښتنه د خواشينۍ بللې ده. ښاغلي فایق د سې شنبې په ورځ د مرغومي پر ۶ مه، په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د پوټزل دا څرګندونې د هغه شخصي نظر دی، نه د ملګرو ملتونو.»
دغه راز په اتریش کې د افغانستان سفیرې منېژې باختري ویلي دي، چې په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې د یوناما چارواکي د طالبانو د سپېن او عادي ښودلو او د عامه افکارو د ګمراه کولو په لټه کې دي. مېرمن باختري د سه شنبې په ورځ د مرغومې پر ۶مه، پر خپل ټویټر ليکلي دي: « مېرمن اوتنبایوا او ښاغلي پوټزل په غیر عادلانه راپورونو او د بشري حقونو د جدي سرغړونو او د بشریت پر وړاندې د جنایتونو په له پامه غورځولو او کلتوري تړاو ته د هغو په راټیټولو سره د افغانستان د خلکو پر وړاندې ولاړ دي.»
په اتریش کې د افغانستان سفیره په داسې حال کې په فغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکي د طالبانو په سپینولو او عادي کولو تورنوي، چې په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ليندۍ پر۲۹مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې طالبانو له مالي او اداري فساد سره د مبارزې، د کوچنیو پانګونو د ملاتړ، د هېواد د اقتصادي کچې د ساتلو او د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخو کې لاسته راوړنې لرلې دي. که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې په دې تړاو نور جزئیات ورنه کړل، خو یو شمېر سیاسي څېرو د هغې خبرې د طالبانو له رژیمه د دفاع په مانا بللي دي.
بلخوا، طالبانو په داسې حال کې د مارکس پوټزل د وړاندیز هرکلی کړی چې د دې ډلې مشرانو په تېر یو نیم کال کې تل هڅه کړې چې رژیم يې په نړۍ کې د یوه «حکومت» په توګه په رسمیت وپېژندل شي. د دغې ډلې جګپوړو چارواکو په ځلونو له امریکا او د نړۍ له هیوادونو غوښتي، چې له دغې ډلې سره خپلې اړیکې عادي کړي. طالبان اوس د نړۍ له هېوادونو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره په کابل کې د سفارتونو پرانیستل مهم بولي.
دغې ډلې په تېر یو نیم کال کې پر نړیوالې ټولنې د لا زیات فشار اچولو په موخه پر ښځو سخت بندیزونه او محدوديتونه لګولي دي. د محرم له لرلو پرته پر سفر بنديز، ښوونځيو، مدرسو او کورسونو ته له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو پر تګ بنديز، په پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زده کړو بنديز او په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول هغه لوى محدوديتونه دي، چې طالبانو پر هېواد له واکمنېدو وروسته پر ښځو لګولي دي.
تېره اوونۍ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دې ډلې استازو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ د نه سپارل کېدو له امله په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر حضور بندیز اعلان کړ. له دغه حکمه څه کم پنځه ورځې وروسته، د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست په یوه لیک کې له ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې دې په دغو ادارو کې د ښځو کار ودروي. دغه وزارت غیردولتي موسسو ته خبرداری ورکړی، چې که د طالبانو دغې پرېکړې ته پاملرنه ونه کړي، د فعالیت جواز به یې لغوه شي. د طالبانو د تېرې اوونۍ دغو نويو او سترو پرېکړو سخت کورني او بهرني غبرګونونه راوپارولي دي. لوېدیځو هېوادونو د طالبانو له لوري د ښځو ضد پرېکړې «غیر مسوولانه عمل» بللی دی. د بشري حقونو فعالان هم پر طالبانو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کوي او وايي چې نړۍ باید له دې ډلې سره تعامل ونه کړي.
له دې ټولو سره سره، په اوسني حساس وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستيال څرګندونو شکونه راپارولي دي. د لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مارکس پوټزل دغه وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی. دا مهال په کابل کې د چین، روسیې، پاکستان، ایران، قطر، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه فعالیت کوي. طالبانو د خپل رژیم د په رسمیت پېژندنې د هڅو په لړ کې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د سفارتونو امنیت به يې ساتي.
اخوا، په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د فعالو سفارتونو پر ډیپلوماټانو لږ تر لږه درې وسله وال بریدونه شوي دي. په کابل کې د پاکستان پر سفارت، د روسیې پر سفارت او چینايي وګړو وسله وال بریدونه شوي دي. په تیر یو نیم کال کې له پرلپسې هڅو سره سره، هېڅ هېواد د طالبانو رژیم د «مشروع حکومت» په توګه په رسميت نه دی پیژندلی.