غزني کې دولتي ادارې د ژمي لپاره سونتوکي نه لري

۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې دولتي کارکوونکو تر اوسه د خپلو دفترونو د ګرمولو لپاره سونتوکی نه دي ترلاسه کړي.
ځایي سرچینې سه شنبه د لیندۍ پر ۲۲ وایي په داسې حال کې، چې غزني کې هوا ډېره سړه ده او درجه یې تر صفر ټیټه شوې طالب مسوولانو تراوسه د دولتي ادارو د ګرمولو لپاره لرګي او د ډبرو سکاره نه دي پېرلي.
د غزني په مستوفیت کې هم یوې سرچینې تایید کړې، چې په دغه ولایت ډېری دولتي ادارو د سونتوکو د پېرلو لپاره پیسې نه دي ترلاسه کړې.
د سرچینو په وینا د والي له دفتر، مستوفیت او درېګونو امنیتي بنسټونو پرته ټولو دولتي ادارو د ژمي لپاره سونتوکي نه دي ترلاسه کړي.
غزني ولایت د افغانستان له سړوسیمو ګڼل کېږي. د دغه ولایت اوسېدونکي هر کال د ژمي له رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.