ګل ګل ماشومان او د جومات زده کړې
د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جوماتونه به د پوهنې وزارت په تعلیمي ایکو سیستم کې شامل شي او په دې اساس به له لومړي تر درېيم ټولګیو زده کوونکي په جوماتونو کې زده کړه کوي.
دا وزارت وايي چې تازه بدلونونه یې په پوهنیز نظام کې د اسلام رول د بنسټیزه کولو په موخه دی او دغه مهم او لوی بدلون یو عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري، چې پر بنسټ به یې دا بهیر په تدریجي ډول پلی شي.
د پوهنې وزارت زیاته کړې چې دوی په خپل جوړښت کې بدلون راوستی چې د ښوونې او روزنې په سیستم کې اسلام مرکزي ځای ولري.
دا وزارت باور لري چې د زده کړې په دریو لومړنیو کلونو کې، جومات ته د ماشومانو تګ به په هغوی کې یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د پوهنې وزارت څه موده مخکې د اسلامي تعلیماتو معینیت لغوه اعلان کړ چې یو لړ نیوکې یې راوپارولې.
اوس دا وزارت وايي چې د اسلامي تعلیماتو نوی عمومي ریاست، د صلاحیتونو او مسئولیتونو له پلوه بډایه شوی دی.
تر درېیم ټولګي په جوماتونو کې د زده کوونکو د زده کړو په اړه د پوهنې وزارت پرېکړه د چارواکو او عادي افغانانو له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
له دغو غبرګونونو وروسته د پوهنې وزارت ویاندې رسنیو ته وویل چې دا پرېکړه یوازې په هغو سیمو کې عملي کېږي چې یا ښوونځي پکې نشته او یا هم ډېر لیرې دي، له دې امله به ددغو لیرې پرتو سیمو زده کوونکي تر درېیم ټولګي پورې په جوماتونو کې زده کړه کوي چې د پوهنې وزارت تعلیمي نصاب به پر هغوی هم پلی کېږي.