د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البدیوي پر کویټ، بحرین او اردن د ایران بریدونه غندلي دي.
الجزیرې شبکې چهارشنبه د جولای پر ۱۵مه راپور ورکړی چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي پر دغو هېوادونو د ایران بریدونه «خاینانه» بللي دي.
د راپور له مخې، البدیوي د ایران بریدونه سیمهییز ګواښ بللی او پر ایران یې تور لګولی چې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
نوموړي ویلي: «پر بحرین، کویټ او اردن د ایران خاینانه بریدونه سیمه د لا ډېرې ګډوډۍ او بې ثباتۍ پر لور د بیولو هوډ څرګندوي.»
ایران د امریکا له خوا د دغه هېواد پر څو برخو بریدونو ته په غبرګون کې پر کویټ، اردن او بحرین توغندیز بریدونه کړي دي.






